په کندز ولایت کې د ملي اردو پامیر شلمې فرقې چارواکي وايي، چې تېره شپه یې ځواکونو د خان آباد ولسوالۍ د آقتاش او بوهین سیمو په عملیاتو پنځه وسله وال طالبان وژلي او د قاري سلیم په ګډون یې پنځه تنه نور ژوندي نیولي دي.
د یاد فرقې قوماندان جنرال محي الدین غوري ازادۍ راډیو ته وویل، چې قاري سلیم په کندز کې د وسله والو طالبانو مشر پوځي قوماندان و او په سیمه کې یې عملیات دوام لري.
غوري زیاته کړه، چې په دې عملیات کې دولتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلي.
په ورته وخت کې د کندز یوشمېر اوسېدونکي بیا د قاري سلیم د نیول په اړه خوښې څرګندوي او له چارواکو غواړي چې د ولایت مرکز ته د ورپېښور احتمالي ګواښونو له منځه وړلو لپاره دې د ښار اړوند شاوخوا سیمې هم له وسله والو طالبانو پاکې کړي.
(( سیف الدین یم، وروره د ښار په دوه کیلومترۍ او یو کیلومترۍ کې وسله وال شتون لري، نو تنها د ښار په چوک او دوکانونو کې امنیت هیڅ معنا نلري، زموږ هيله ده چې باید د کندز ټولې سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړل شي.))
((نسیم ګل یم، اوس مهال طالبان په شاوخوا سیمو کې شتون لري او که دغه سیمې د طالبانو څخه تصفیه نشي نو کېداي شې طالبان بیا خپلو بریدونو ته دوام ورکړي او دولت باید د طالبانو پر وړاندې خپل عملیات پیل کړي او د کندز اړوند سیمې هم د طالبانو له شتونه پاکې کړي.))
خو په دې ولایت کې دولتي چارواکي وايي، چې ډېر ژر به د کندز ولایت ټولې سیمې د وسله والو طالبانو له شتونه پاکې کړل شي.
د یادونې ده، چې اوس مهال د کندز ښار پورې اړوند یوشمېر سیمې همدارنګه دخان اباد، چاردرې، زال کلا، امام صاحب او دشت ارچي ولسوالیو ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي،چې له امله په زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي دی.
اجمل آرین د ازادۍ راډيو خبریال