د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان به د پاکستان خلاف امنیت شورا ته ولاړ شي'


په ملي شورا کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د وینا بشپړ متن

افغان ولسمشر وايي، له پاکستان تمه نه لري چې طالبان دې خبرو ته کېنوي، بلکې دغه هېواد باید د څلور اړخیزو غونډو د پرېکړو پر اساس د طالبانو خلاف پوځي عملیات وکړي.

محمد اشرف غني دغه څرګندونې نن د ملي شورا غړیو ته د سولې او جګړې په اړه د حکومت دریځ بیانولو پر مهال کولې.

ښاغلي غني همدارنګه دې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړ، که چېري پاکستان د وسله والو پر ضد جدي اقدام ونه کړي، افغانستان به د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو ته شکایت وکړي.

دا خبرې له وروسته کېږي چې د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خونړۍ چاودنې او حملې نږدې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې مسولیت یې وسله والو طالبانو منلی. افغان چارواکي ادعا کوي چې دغه حمله له هېواده بهر پلان شوې وه.

زموږ ولس تمه لري چې د افغانستان ولس ضد د پاکستان په قلمرو کې د ترهګرو ډلو ساتنه، روزنه، پالنه، په وسلو سمبالونه او فعالیتونه چې د ملګرو ملتنو د منشور او کړنلارې ضد دی ودرول شي که نه نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت یوسي.

ولسمشر اشرف غني وویل، دا دوې اونۍ چې مو په هېواد کې تېرې شوې، دا له سیاسي او پوځي پلوه او د یوې خونړۍ ترهګرۍ پېښې له کبله ډېرې مهمې وې.

نوموړي وویل: موږ ټول ولس او دولت په دې لټه کې یو چې جګړه نوره پای ته ورسي، خو د پردیو په ملاتړ د اوسني عصر یاغیان زموږ بې ګناه ولس پر ضد جګړه اعلان کړې ده. خو زموږ مېړني او سرښیندونکي ځواکونه د هېواد په هر کونج کې په ټینګ هوډ د یاغیانو په ځپلو سره د خپل ولس د سر او مال ساتنه کوي.

یوه اوونۍ وړاندې په ارګ کې له حکومت سره په یوه غونډه کې د هېواد ملي شورا غړي په یوه خوله او په لوړ غږ د جګړې او سولې لپاره د کوټلیو ګامونو پورته کولو په موخه د حکومت او افغان ملي ځواکونو تر شا ودرېدل. تر هغه کره یوه ورځ پس اشرارو طالبانو په یوه ستر جنایت کولو سره زموږ د وطن بې ګناه ولس په وینو ولړلو.

په کابل کې د تېرې سېشنې پېښه د دغو ډلو لومړی جنایت نه دی بلکې زموږ بې ګناه هېوادوال یې بیا بیا په بې رحمۍ سره وژلی دی چې نه یې زموږ مبین دین اسلام او نه هم زموږ د ملت او وطن فرهنګ د دغه ډول انسانیت سوزه کړنو بېلګه لري.

د اسلامي هېوادونو په ګډون د جهان ډېری هېوادونو پتېره سعودي عرب، ملګرو ملتونو. متحده ایالات امریکا، ایران،د اسیا او اروپايي ټولنې هېوادونو، جاپان، چین، استرالیا، کاناډا، او ګڼو نورو په کابل کې د ترهګرو ډلو ترسره شوی جنایت په کلکو ټکیو وغانده.

خویندو او وروڼو!

دغه جنایتکاران د علم طالبان نه دي بلکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع دولت پر خلاف راپاڅېدلي باغیان او محاربان (جګړه مار) دي. واقعي طالبان خو په مدرسو کې سبق وایي، او دغه کسان چې قتلونه کوي، چې د علم دښمنان دي او ان جوماتونه ړنګوي، حق نه لري، ځانونه طالبان وبولي. موږ د قرآن کریم د صریح حکم مطابق حق لرو چې د باغیانو او محاربانو په مقابل کې دخپلو خلکو دفاع وکړو او باغیان په سزا ورسوو. په پېښور او کوټه کې د دې ډلې رهبري د داسې غلام صفته او وطن دښمنو کسانو په لاس کې ده چې د خپلو وطنوالو وینې بهوي او د افغانستان د خلکو له بربادي او تباهي خوند اخلي. له دوی سره د افغانستان د خلکو د خیر او خوشالي لپاره هېڅ پروګرام نشته او نه دا فکر ورسره شته چې د خپلو وطنوالو ارزوګانو او غوښتنو ته احترام ولري. دوی په سیاسي تعامل کې خپله ناپوهي او بې لیاقتي ثابته کړې ده. زه د افغانستان له جیدو عالمانو خواهش کوم چې دغو جاهلانو او ګمراهانو ته د حق لاره وښیي او له ګمراهي یې راوباسي.

زموږ د ملت دښمنانو غوښتل چې د ویرې او وحشت په خپرولو سره د افغانستان دولت مجبور کړي چې بېړنۍ (اضطراري) حالت اعلام کړي، خو په دې نه پوهېدل او نه پوهېږي چې افغانان د وارخطا کېدو او مضطرب کېدلو خلک نه دي. د افغان روح اضطرار نه مني او مونږ به هېڅ وخت هغه ازادۍ محدودې نه کړو چې خپل اساسي قانون راکړې دي.

اشرف غني وویل، نړیواله ټولنه هم په دې رسېدلې او دا وايي چې دا یوه کورنۍ جګړه نه ده بلکې دا د منطقې او سیمې ییزو پلویانو په ملاتړ دغه جنګ پر افغان ولس تپل شوی دی. او د دوی شوم هدف دا دی چې زموږ په هېواد کې د ویرې او ترهې وضعه جاري وساتي،

اشرف غني په خپله وینا کې وویل:

تېر کال مو چې محدود هیلي کاپتر او محدودې طیارې لرلې، د هیواد د هوایي ځواک بیارغاونه پیل کړه او دا دی اوس زموږ هوایي قوه دومره فعاله شوې ده چې د هیواد په ډیرو سختو غرنیو او کوهستاني سیمو کې هم دښمن ته ځان رسوي او د اسماني تندر غوندې ورباندې وریږي.

نن ورځ زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه د ځینو اسلامي هیوادونو، د چین ولسي جمهوریت، د روسیې، د آسترالیا، جاپان، کاناد، د هند او د ناټو د غړیو په شمول ، د بین المللي شریکانو له ملاتړ او حمایته برخورداره دي او په دې خوشاله یو چې زموږ د دفاعي او امنیتي قوتونو د حمایت لپاره د یو پنځه کلن امنیتي پلان په باب د بین المللي تمویل کوونکو اجماع رامنځ ته شوې ده. دغه پلان به په نژدې وختونو کې په وارسا کې نهایي بڼه خپله کړي. دغه ا نسجام د امنیت شورا د غړو په خاص توګه د محترم اتمر صاحب او محترم ستانکزی صاحب د کوشش نتیجه ده دلته غواړم د دوی نه مننه وګړم.

نن غواړم دا خبره واضح کړم چې موږ له پاکستانه دا توقع نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي. خو له پاکستانیانو غواړو چې په څلور اړخیزه توافقنامه کې په خپلو ژمنو ودریږي او د هغو کسانو په خلاف نظامي عملیات وکړي چې زموږ د امنیتي ادارو او زموږ د بین المللي همکارانو د استخباراتي معلوماتو په اساس ، او پخپله د پاکستاني مقاماتو په قول، مرکزونه یې په پاکستان کې دي او رهبران یې په پاکستان کې اوسي . دغه راز له پاکستانه توقع لرو چې که په خپله خاوره کې د دغو جنایتکارانو په خلاف نظامي عملیات نه کوي نو لطفا دې یې زموږ شرعي محکمو ته راوسپاري چې د خپلو عملونو سزا وویني.

قدرمنو وکیلانو، سناتور صاحبانو، محترمو حضارو!

حکومت د " والصُلحُ خَیر" د مبارک آیت په اساس، د سولې لپاره له هڅو لاس نه اخلي خو دا سوله به یوازې له افغاني لارو تعقیبوو او د افغانستان دولت به له هغو کسانو سره سوله کوي چې جنګ او شر نه غواړي، د افغانستان اساسي قانون مني، او له تروریزم سره کاملا رابطه غوڅوي.

خو دا خبره دې ټولو ته واضحه وي چې که سوله غواړو نو معنا یې دا نه ده چې جنایت کاران دې ازاد ګرځي او د خونکارانو په عملونو دې سترګې پټیږي.

زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه چې د خپل ملت او په تیره بیا افغانستان ته متعهدو علماوو ملاتړ ورسره دی، قاطع اراده او څرګند پروګرام لري چې د حقانی او ور سره ملگرو باغیان، داعش، القاعدې او نورو خونکارو ډلو مرکزونه له خاورو سره خاورې کړي او باغیان دوزخ ته واستوي.

د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې که د محاربې په میدان کې او د افغانستان د خلکو په خلاف د ترورستي عمل په وخت ونیول شي نو خامخا به د قانون منګولو ته سپارل کیږي او د قانون حکم به پوره ورباندې تطبیق کیږي.

له فساد سره د مبارزې لپاره پکار ده چې د هیواد عدلي او قضایي سستم تحکیم ومومي او قضایي استقلال لا تقویه شي او د سازمان یافته جرایمو د مرتکبانو په مقابل کې زموږ د محترمو قضاتو حفاظت ته لا زیاته توجه وشي.

لازمه ګڼم چې له ولسي جرګې مننه وکړم چې د افغانستان لوی څارنوال ته یې د باور رایه ورکړه او په دې ډول یې د قضا د عالي شورا د ترکیب تکمیل ته شرایط برابر کړل. په تیرو څو میاشتو کې د قضایي سستم د اصلاح په سلسله کې تر شپږ سوه زیات قاضیان تغییر، تبدیل او یا نوي مقرر شوي دي او د قاضیانو د ارتقای ظرفیت پروګرامونه د تحقق په حال کې دي. په روانه اونۍ کې به د ملي امنیت شورا د افغانستان د قضایي او عدلی پولیسو د فعالیت او تشکیل نوې مقرره تصویب کړي چې دا کار به له قضاتو او سارنوالانو سره مرسته وکړي چې د مصونیت او اطمینان په فضا کې خپلې چارې پر مخ بوځي.

د ملت قدرمنو استازو،

په اخر کې یو ځل بیا تاکید کوم چې د خپلو غیرتمنو امنیتي او دفاعي قوتونو ملاتړ ته دوام ورکړئ. ستاسې سیاسي ملاتړ به د دې سبب شي چې زموږ دفاعي او امنیتي قوتونه په لا زیات اطمینان سره د افغانستان له دښمنانو سره مقابله وکړي، او په دې ډول به ، که خدای کول، سږ کال د ترورستو او خونکارانو د وروستي او نهایي شکست په کال باندې بدل شي.

XS
SM
MD
LG