د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرکزي کورمه کې د سکولونو غيرحاضر استادان


کورمه کې جګړو هم ډير سکولونه وران کړي دي
کورمه کې جګړو هم ډير سکولونه وران کړي دي

په کورمه کې د میر باغ سیمې خلک وايي چې يو خو دغلته ښوونځي يا سکولونه کم دي او کوم چې شته هم دی، په هغوی کې استادان نشته. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې هغه استاذانو خلاف کاروایي وکړي کوم سکولونو يا ښوونځيوو ته نه راځي او په کورونو تنخاګانې اخلي.

د ميرباغ د پټان سيمې عبدالخالق مشال ریډیو ته نن (يکشنبه) په ورځ د بدامې په سرکاري سکول کې ځیني ښوونکي له ډير وخت راهيسې غير حاضره دي. د دوی په خبره حکومت د دې ښوونکو او ښوونځيوو پوښتنه نه کوي.

((د ټولې مرکزي کورمې همدا حال دی. په اکثره سکولونو کې استادان غير حاضر وي چې له کبله يې د ځايي زده کوونکو تعليم خرابيږي. موږ وايو چې حکومت دې سمې پلټنې وکړي او هغه استادانو خلاف دې سخته کاروايي وکړي چې خپل دنده په سمه طريقه نه تر سره کوي.))

بدامي هايي سکول په دغه سيمه کې يوازينی داسې ښوونځی دی چې تر لسم ټولګي يا کلاس پورې پکې زده کړې ورکول کيږي.

د دې سکول یو زده کونکي، ګوهرخان مشال ریډیو سره خبرو کې له خپلو ښوونکو شکايت وکړ چې د غيرحاضرۍ له وجې يې د دوی سبقونه اغېزمن شوي دي. نوموړي زياته کړه: ((موږ يوازې دوه پيريډونه اخلو. د انګلش او اسلاميات استادان مسلسل راځي. نور استادان ډير نه راځي. له دې وجې موږ يو مضمون هم پوره نه دی لوستی. موږ يوازې اسلاميات او انګلش ته ضرورت نه لرو. غواړو ټول اوه مضمونونه په پوره ډول ووايو.))

استادان ډير نه راځي. له دې وجې موږ يو مضمون هم پوره نه دی لوستی. موږ يوازې اسلاميات او انګلش ته ضرورت نه لرو. غواړو ټول اوه مضمونونه په پوره ډول ووايو.

ياده دي وي چې په دې وروستيوو کې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې وو چې قبايلي سيمو کې په سلګونو هغه ښوونځي يا سکولونه بندوي چې د زده کوونکو شمېر پکې کم دی. خو د مرکزي کورمې اوسيدونکي وايي دلته ښوونځيوو ته زده کوونکي پوره راځي خو استادان يې نه وي.

د کورمې مرستیال پولټيکل ایجنټ نصرالله خان بيا مشال ريډيو ته وويل چې دوی وخت په وخت د سکولونو يا ښوونځيوو دورې کړي او د غيرحاضرو استادانو يو ليسټ يې جوړ کړی چې په خلاف به يې کاروايي کيږي.

د يادونې ده چې دا مهال په اسلام اباد کې د قبايلي سيمو ګڼ استادان د هغوی څلويښت زره زده کوونکو په استازيتوب د مراعاتو لپاره مظاهره کوي چې وايي حکومت ورته د وعدې سره سم تنخاوې نه دي زياتې کړي او رتبې يې نه دي لوړې شوي. له دې وجې قبايلو کې د لسګونو ښوونځيو زده کوونکو زده کړې متاثره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG