د لاسرسي ځای

پښتانه او کتاب لوستنه


جلال اباد کې د کتابونو يو پلورنځی

جلال اباد کې د کتابونو يو پلورنځی

د اپريل ۲۳ مه نېټه د کتاب د نړيوالې ورځ په توګه ونمانځل شوه. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان د پښتنو په اړه دا يو عام تاثر دی چې هغوی د کتاب لوستلو او اخيستلو سره ډېره علاقه نه لري.

پرون د اپريل په ۲۳ نېټه د کتاب د نړيوالې ورځ په مناسبت د پښتو شعر و ادب اکثره مينه والو پر ټولنيزه ميډيا په خپلو ليکنو کې د کتابونو له لوستلو سره د پښتنو د مينې د نشتوالي له امله سر وټکاوه.
خو د پېښور په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې استاد او شاعر، اباسين يوسفزی، چې په دې وروستيو کې يې دريمه شعري ټولګه چاپ او مارکيټ ته ويستې ده، وايي د ده کتابونه خلک اخلي.
اباسين البته د ټولې نړۍ د خلکو په ژوند کې د کمپيوټر او انټرنيټ زياتېدونکي نفوذ ته په کتو سره وايي چې د کتاب اخيستل او بيا يې لوستل يو څه کم شوي دي.
يوسفزی زياتوي: (( زه دا ګيله نه کوم چې ګنې پښتانه کتاب نه اخلي. خو که عمومي جاج واخيستل شي نو په نړۍ کې کتاب کلچر تر کافي حده کم شوی دی. ځکه چې خلک اوس له انټرنيټ څخه ډيره ګټه اخيستل غواړي. بيا هم په کاغذ د چاپيدونکي کتاب اهميت نه ختميږي. په ۲۰۰۲، ۲۰۰۳ او غالباً چې په ۲۰۰۶ يا ۲۰۰۷ م کلونو کې چې کومې تجزياتي مطالعې په دې اړه شوې وې چې څومره کتابونه پر کومو ژبو چاپيږي، نو د هغو تر مخه، په دغو وختونو کې په پاکستان کې تر اردو هم زيات په پښتو ژبه کتابونه چاپ شوي دي. نو ښکاره خبره ده چې لوستونکي به موجود وي ځکه خو کتابونه چاپيږي.))
په دې وروستيو کې د شاعرۍ او ناولونو سربېره د ژوند په بېلابېلو اړخونو هم پښتو کتابونه چاپ شوي دي.

پېښور کې د پښتو کتابونو مېله

پېښور کې د پښتو کتابونو مېله

د عربي اماراتو په دوبۍ کې مېشت د پښتنو يو پېژندل شوی شاعر ممتاز اورکزی چې اوس اوس يې يوه شعري ټولګه چاپ شوې، وايي پښتنو ته که معياري کتاب ورکړل شي نو هرو مرو يې لولي.

(( پښتانه کتاب لولي، خو کتاب هم بايد چې کتاب وي. په کتاب کې بايد داسې څه وي چې هغه زموږ په علم کې اضافه وکړي، زموږ نظرونو ته وسعت راکړي. اوس د ورځې په حساب په لسګونو کتابونه چاپيږي. د دې کتابونو معيار ته هم کتل پکار دي. که چيرې پښتنو د دغه معيار کتابونه لوستل پيل کړل نو موږ به بيا دا ګيله خو نه کوو چې پښتانه ګنې د غير معياري کتابونه په لوستلو روږدي شوي؟))
ممتاز اورکزی زياتوي چې پښتون شاعر او ليکوال اول بايد زيار وباسي، ښه شعر يا نثر وليکي او بيا يې د کتاب په شکل کې پښتنو ته وړاندې کړي.

(( زما ملګرو شل شل کتابونه چاپ کړي دي. خو ما ته خپلو مشرانو ويلي وو چې په کتاب کې داسې څه وليکه چې خلک يې ولولي. ته يو قام ته کتاب ورکوې، نو بايد خواري ورباندې وکړې. ما چې کتاب چاپاوه نو له خپلو ملګرو او مشرانو مې مشورې اخيستې وې. ما خپل کتاب څو مياشتې مخکې مارکيټ ته ورکړی وو، چې دا مهال په دوکانونو کې ختم شوی دی. نو د دې مطلب دا دی چې زما رياضت او د مشرانو خبرو رنګ راوړ او کتاب خلکو ولوست. اوس ملګري مې او هغه اداره چې کتاب يې راته چاپ کړی، راڅخه غواړي چې بيا يې چاپ کړم. ))

په کتاب کې بايد داسې څه وي چې هغه زموږ په علم کې اضافه وکړي، زموږ نظرونو ته وسعت راکړي. اوس د ورځې په حساب په لسګونو کتابونه چاپيږي. د دې کتابونو معيار ته هم کتل پکار دي. (ممتاز اورکزی)

په دې وروستيو کې په خيبر پښتونخوا کې سياستوالو د حکومت په هغه کار نيوکه وکړه چې ويلي يې وو پښتو ژبه به د پنځم کلاس يا ټولګي له نصاب څخه وباسي. حکومت وروسته د دې خبرې ترديد وکړ.

اباسين يوسفزی وايي چې که د پښتنو ماشومانو په تعليمي نصاب کې پښتو ژبې ته د لازمي مضمون په توګه ځای ورکړل شي نو ورباندې د چاپ کتابونو د لوستونکيو شمېر به ډېر شي.
(( په پښتني ټولنه کې د لوړې کچې تخليق کاران او شاعران پيدا کيږي خو که چيرې په نصاب کې پښتو د ژبې په حيث شامله کړل شي نو دغه کمی به بلکل پوره شي او بيا به ټول خلک د پښتو په لوستلو پوهيږي هم او ګټه به ترې هم پورته کوي. بله دا ده چې موږ به بيا د اوس پرتله د يو کتاب پنځوس، شپېته او حتی اتيا زره ټولګې چاپوو، کتاب به ډېر خرڅيږي او بيه به يې هم ارزانه شي.))
د کتونکو په اند، تر هغې چې پښتو ژبه د ويونکو يې د علم او اقتصاد ضرورتونه پوره نه کړي، په نړيوال کچ نه شي ځلېدای. د دوی په خبره، د پښتنو په مينځ کې له کتاب سره د مينې پيدا کولو او زياتولو لپاره اړينه ده چې د نړۍ په نورو ژبو ليکل شوي علمي، ادبي او ټولنيز اثار په پښتو ژبه وژباړل شي.

XS
SM
MD
LG