د لاسرسي ځای

تازه خبر

سولې خبرې: حکومت او حزب اسلامي په پنځوو ټکو نه دي سلا شوي


ګلبدين حکمتيار
ګلبدين حکمتيار

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامی پلاوی وايي، له افغان حکومت سره د سولې په اړه د دوی د ۲۵ طرحو څخه، پر۲۰ توافق شوی دی.

عادلانه او شفاف انتخابات، د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کول او له ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته د کډوالو راستنول هغه اختلافي موارد دي چې د حزب اسلامي پلاوي ورته اشاره وکړه.

د حزب اسلامي پلاوی د اختلاف وړ د دوه نورو مواردو په هکله څه ونه ویل.

د حزب اسلامي نوي پلاوي چې مشري یې د دې حزب د سیاسي چارو مسوول غیرت بهیرکوله، د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د یکشنبې په شپه به، له جمهور رييس غني سره وویني.

ښاغلي بهیر وویل، د سولې د خبرو په اړه یې خپل ټول مسوولیتونه اداء کړي او د حکومت تصمیم ته منتظر دي:

"موږ تل پاتې، عزتمنده او عادلانه سوله غواړو. د سولې د راوستلو لپاره ټولو کوښښونو ته تیار یو.موږد سولې په مقابل کې امتیازنه غواړو، موږ لپاره سوله او امنیت لوی امتیاز دی، موږ د سولې د مذاکراتو اړوند خپل مسوولیت اداء کړی، او د انګریزانو په خبره توپ د مقابل لوري له خوا په میدان کې دی."

د سولې پر لور: د خبرو له لارې د شخړو حل

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی شاوخوا میاشت مخکې کابل ته راغلی او تر اوسه یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي چې دا خبرې اوس هم روانې دي.

پخوا تر دې داسې خبرونه خپاره شوي وو، حزب اسلامي غواړي چې نوم یې د ملګرو ملتونو له تور لسته وایستل شي، بندیان یې خوشې او د شمشتو کمپ دې له خېبرپښتونخوا څخه افغانستان ته ولیږدیږي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د ملګروملتونو له تورلسته به د دې حزب د نوم د ایستلو موضوع هغه مهال مطرح شي چې د دې حزب ټول جنګیالي وسلې پر ځمکه کیږدي او د سولې له پروسې سره یوځای شي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وايي، د دواړو لورو ترمنځ یې اختلافي ټکي جمهور ريیس ته وړاندې کړي دي.

د دې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیراوچقون ازادي رادیو ته وویل، د حزب اسلامي د بندیانو خوشې کیدل، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او افغانستان ته د شمشتو د کمپ لیږدول هغه اختلافي ټکي دي چې جمهور ريیس به یې په اړه وروستی تصمیم ونیسي:

د دواړو لورو ترمنځ یې اختلافي ټکي جمهور ريیس ته وړاندې کړي دي.

​"دا طرحه نن څلور بجې جمهور رییس ته رسیدلې.اوس د جمهور ریيس په انتظاریو چې ځواب ووايي، څو د حزب اسلامي سره یوې موافقې ته ورسیږو."

که څه هم په افغانستان کې د جنګ عمده لامل وسله وال طالبان ګڼل کیږي، خو ځیني افغان کارپوهان وايي، د سولې له پروسې سره به د حزب اسلامي یوځای کیدل، مثبتې نتیجې ولري.

XS
SM
MD
LG