د لاسرسي ځای

تازه خبر

قصه خوانۍ پېښه:"پښتانه له خپل تاريخه بې خبره ساتل شوي"


پېښور مېشته مدني ټولنې د قصه خوانۍ د پېښې څخه د پښټنو خبرولو لپاره پر سوشل ميډيا کمپاين کوي.
پېښور مېشته مدني ټولنې د قصه خوانۍ د پېښې څخه د پښټنو خبرولو لپاره پر سوشل ميډيا کمپاين کوي.

نن د خيبر پښتونوخوا په بېلابېلو سيمو کې د قصه خوانۍ د پېښې له شپو اتيام تلين يادونه کيږي. په داسې حال کې چې د پاکستان په ټيليويژنونو کې په دې اړه هيڅ نشته، پښتانه ځوانان په دې هکله د عامه پوهاوي لپاره له ټولنيزو رسنيوو يا سوشل ميډيا کار اخلي.

په ۱۹۳۰ کال د اپريل په درويشتم تاريخ انګريزانو په قصه خوانۍ کې په پښتنو مظاهره کوونکي ډزې وکړي او د تاريخ ليکونکو په وينا خوا او شا دوه نيم سوه يې ووژل.

د دي پېښې اکثره قربانيان د باچا خان د خدايي خدمتګار تحريک غړي وو چې د عدم تشدد يا په سوله ييز ډول يې له انګريزانو څخه د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوله.

د انګريزانو پخوانيوو او د پاکستان اوسنيوو حکمرانانو په شعوري توګه کوشش کړی چې پښتان له خپله تاريخه ناخبره وساتي
ډاکټر وقار علي شاه

پښتانه تاريخ ليکونکي وايي چې پاکستان کې نه يوازې د پښتنو سره د زور زياتې دغه تاريخي پېښه پټه ساتل شوې بلکې په دې وروستيوو کې هم په ډېرو دغسې کارونو ډېر بحث نه کيږي.

پر خدايي خدمتګار تحريک پي، ایچ ډي لرونکی، ډاکټر وقار علي شاه نن مشال ريډيو ته وويل چې د قصه خوانۍ په دغه پېښه کې تر شپږو سوو پورې پښتانه زخميان شوي هم وو. هغه وويل پاکستان کې په شعوري ډول کوشش شوی چې پښتانه ځوانان له خپل تاريخه بې خبره وساتل شي.

ډاکټر وقار علي شاه زياتوي: (( هندوستان کې چې دې ته ورته کومې پېښې شوي، هغه په نصابونو کښ شامل دی. هر ماشوم پرې خبر دی خو له بده مرغه د پښتنو سره د ظلم تاريخي پېښې پټې ساتل شوي. بنو، سپين تنګي، وزيرو، ټکر او اتمانزو کې ګڼې داسې پېښې شوي چې پښتانه پکې پکي وژل شوي دي خو ډير خلک ترې خبر نه دي.))

نن د پاکستان پر ټليويژنونو د قصه خوانئ د پېښې کوم ذکر ونه شو. خو پېښور مېشته مدني ټولنې له سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو لکه ټويټر او فيس بوک څخه د قصه خوانۍ د تاريخي پېښې په اړه له عامه پوهاوي لپاره کار اخلي.

ډاکټر وقار علي شاه د تاریخ او خپلو مشرانو له قربانيو څخه د ځوانانو خبرول مهم بولي او وايي چې که خلک له خپلې ماضئ خبر وي نو د راتلونکې لپاره ښه تیاری کولی شي. نوموړی وايي: ((که پخواني انګريزان وو او که د پاکستان اوسني حکمرانان. دوی ټولو کوشش کړی چې پښتانه له خپلې پېژندګلوئ څخه ليري وساتي.))

که څه هم د خيبر پښتونخوا د تحريک انصاف حکومت د قصه خوانۍ د پېښې په اړه د کومې غونډې خبر نه دی ورکړی خو باچا خان مرکز او پیښور کې موجودو مدني ټولنو ويلي چې نن ماښام به چوک يادګار کې د دې پېښې په ياد کې شمعې بلوي.

XS
SM
MD
LG