د لاسرسي ځای

ننګرهار دیني عالمان: د افغان پوځ پر ضد جنګ غیر اسلامي دي


په ننګرهار کې یو شمیر دیني عالمانو د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه ناروا وبلله او پر ولسي خلکو یې د هغوی د ملاتړ غږ وکړ.

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر حقاني د جمعې په ورځ وویل چې امنیتي ځواکونه د افغانستان د خاورې بشپړتیا او خپلواکي ساتي نو د هغوي پر ضد جنګ ناروا دي.

په ننګرهارکې یو شمیر دیني عالمانو او د جلال اباد ښاریانو د سېشنبې په ورځ په کابل کې په ترهګريزه حمله کې د وژل شوو کسانو د فاتحې مراسم هم ترسره کړل.

په جلال اباد کې د مدني ټولنې یو شمیر فعالانو د امنیتي ځواکونو د ملاتړ شعارونه او انځورونه هم د ښار په بېلابېلو برخو کې وځړول.

XS
SM
MD
LG