د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند ولسوالیو لارې پرانېستل شوې


د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند ګرشک او سنګین ولسوالیو ته تللې لارې پرانیستل شوي دي.

د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د جمعې په ورځ مشال رادیو ته وویل دا لارې تیرکال بندې شوي وو.

نوموړي وايي د دوی پوځي عملیات په ځانګړي ډول په هلمند کې ډېر کامياب وو. د ده په خبره تر یوکلن ځنډ وروسته، یو وار بیا د دوی پوځونه ګرشک او سنګین ته ازاد تګ راتګ کوي.

د جنرال وزیري په وینا په هلمند ، ننګرهار، کندهار، فاریاب ، کندز، زابل او بدخشان کې ۱۶ پوځی عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG