د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د القاعده شبکې یو قوماندان نیول شوی


د کراچۍ ښار پولیس ادعا کوي چې د القاعده شبکې یو مهم مرسته کوونکی یې نیولی دی.

د پولیسو په وینا دا هغه کس دی چې نوم یې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د بندیزونو په تور لسټ کې وو.

پولیس وایي، عبدالرحمان سندي د جمعې په ورځ د پولیسو او استخباراتو د ګډو عملیاتو پر مهال ونیول شو.

په کراچۍ کې د پولیسومشر مقدس حیدر رویټرز اژانس ته وویل، عبدالرحمان سندي د القاعده پخوانی غړی دی چې له اسامه بن لادن او ایمن الظواهري سره یې نږدې اړیکي لرلې.

د پولیسو د دې چارواکي په وینا، سندي له بېلا بېلو سختدريځو ډلو لکه حرکت الجهاد اسلامي او جیش محمد سره کار کاوه.

ملګرو ملتو په ۲۰۱۲ کال کې له القاعده سره په مالي برخه کې د مرستې او دې ډلې ته د اسانتیاوو د برابرولو په تور، عبدالرحمان سندي په تور لسټ کې شامل کړو.

XS
SM
MD
LG