د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د کابل وروستی مرګانی برید وغندل شو


د خوست قومي مشرانو او دیني عالمانو د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل چې د ترهګریزو بریدونو د مخینوي لپاره دې خپلې هڅې چټکې کړي.

دوی زیاتوي یوازې په عذرونو او زاریو دې هېواد ته امن نه راځي، نو حکومت دې د افغان ځواکونو د اکمال او تجهیز له لارې د ملکي او بې دفاع وګړو ژوند او مال خوندي کړي.

د خوست قومي مخورو او دیني عالمانو یادې څرګندونې د جمعې په ورځ د کابل د وروستۍ مرګانۍ پېښې د قربانیانو د فاتحې او د یادې پيښې د غندنې په ناسته کې، چې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په بلنه رابلل شوې وه ګډونوالو ته وکړې.

د خوست د ولسونو د منتخبې شورا مشر حاجي سلیمان ځدراڼ وویل، د کابل پيښې نه یوازې افغانان بلکې د نړۍ ولسونه خواشیني کړل او د سلګونو افغانانو د مرګ ژوبلې لامل شوه.

سلیمان ځدراڼ زیاته کړه:

((د سې شنبې ورځې پېښه چې په کابل کې رامنځته شوه، ډېره غمجنه پېښه وه، نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ يې ولړزوله، د دې پيښو د مخنیوي لپاره تدابیر په کار دي، خدای پاک نه سوال کوو داسې پيښې چې په افغانستان کې روانې دي، عملاً او نظراً کار وکړي، ځنې داسې مشران دي چې وژاړي او ځنې مشران په زاری وخت تېروي، په دا ډول موږ ته امن نه راځي.))

د خوست د معیوبینو د اتحاديې مشر سخي محمود مهربان د ملي یووالي حکومت د دواړو مشرانو غواړي، چې د دا ډول پېښو د مخینوي لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي او د ولس د امن او ژوند د ساتلو لپاره دې ټولې ممکنه هڅې سرته ورسوي.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي محمد داود وقفي د کابل پېښه د اسلامي او انساني ارزښتونو سره په ټکر کې وبلله او د هغې غندنه يې وکړه.

مولوي محمدداود وقفي وړاندې وویل:

((هغه غمجنه واقعه چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پېښه شوه دا عمل غیر اسلامي، غیر انساني او غیر شرعي عمل دی، نو موږ له همدې کبله دا واقعه په کلکه غندو.))

قومي مشر میرقاسم شاه هم د کابل د سې شنبې ورځې په برید سخته خواشیني څرګنده کړه:

((چې هر چا دا عمل کړیدی، د دې جزاء د الله تعالی نه ورته غواړم، د دې خو هدایت په برخه مه کړې چې درې کسان چې غریب خلک دي، څوک ګدايي کوي او څوک کراچی چلوي او دوی يې په وینو لمبوي، چې دا دوی د دا ډول عمل مرتکب کیږي، خدای دې جزاء ورکړي.))

د خوست په شان په ورته توګه د پکتیکا په ولایت کې هم د کابل د وروستی مرګانی پېښې غندنه وشوه. د یادونې وړه ده د تېرې سې شبنې پر ورځ د کابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې وسلوالو پر یو پوځي مرکز د موټر بم او ځانمرګي بریدونه وکړل، چې ۶۴ کسان په کې ووژل شول او ۳۷۰ نور چې ډېری يې ملکي وګړي ول په کې ول ټپیان شول.

د افغان حکومت کشفي او استخباراتي ادارو دا برید د حقاني شبکې کار بللی دی، وسلوالو طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼو کې د یاد برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG