د لاسرسي ځای

تازه خبر

دخوست په ۳۵ ښوونځیو کې ودانیز کارونه پیل شول


د خوست په ۳۵ ښوونځیو کې د نړیوال بانک او د ښوونې روزنې د ګډون لپاره د نړیوال پروګرام په مالي مرسته د څه باندې ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښټ یو شمېر ودانیز کارونه پیل شول.

د خوست د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې پدې ودانیزو کارونو کې د دولسو ښوونځیو د احاطې دیوالونه، د ۱۵ ښوونځیو کثافات دانۍ او تشنابونه همدارنګه د دریو ښوونځیوږ لپاره د میزونو او چوکیو تیارول شامل دي.

د شنبې په ورځ د خوست پوهنې رييس بخت نور بختیار مشال راډيو ته وویل، چې په یادو ښوونځیو کې به دا کارونه د شپږو میاشتو په موده کې سرته ورسیږي او پدې سره به د پوهنې د برخې ځنې ستونزې هوارې شي.

بخت نور بختیار زیاته کړه:

((د دولسو ښوونځیو احاطې دي، د ۱۵ ښوونځیو کثافت دانۍ او تشنابونه دي، تقریباً د دریو مکتبونو میز او چوکۍ دي او د ۱۷ مکتبونو د اوبو څاګان دي، جمله لګښت يې ۲۸ میلیونه درې لکه افغانۍ تعین شوې ده، پدې شپږ میاشتې وخت تیریږي، مالي فنډ د احاطو او کثافات دانیو لپاره يې بانک جهاني ورکوي او د څاګانو فنډ ذ جي پي اې لخوا برابریږي.))

د خوست په ۳۵ ښوونځیو کې د ودانیزو د چارو د پیلیدو په ناسته کې خوست والي حکم خان حبیبي هم ګډون کړی وو.

ده وویل چې د پوهنې اساسي پرمختګ يې د کارونو مهمه برخه ده او دی به پدې اړه د ځنو وزارتونو، د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو او نړیوالو ډونرانو سره د خوست د پوهنې د بهیر اړتیاوې شریکې کړي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ یاد ولایت ته د ډونرانو او مرسته کوونکو هېوادونو پاملرنه مهمه بولي او زیاتوي چې ولایتي اداره به د دوی د مرستو د راجلبولو لپاره هڅې وکړي.

مبارز محمد ځدراڼ وايي:

((ولایتي اداره د پوهنې د سکټور د تقویې او پرمختګ لپاره خاصې برنامې لري، موږ هیله من یو چې د دې پروژو په تطبیق سره به د پوهنیز ډګر ستونزې څه نا څه هواریږي، د یادونې وړ بولم چې پدې اړه د پوهنې د محترم وزارت او مرسته کوونکو موسسو همکارۍ زموږ سره ډېرې مهمې دي، هڅه به وکړو چې د دوی لازمه مرسته پدې برخه کې نوره هم راجلب کړو.))

د یادونې وړ ده، د خوست ولایت ۵۶ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او زده کوونکي يې په بیدیاوو کې پر زده کړو بوخت دي.

په ښوونځیو کې کمزوری تدریسي بهیر او د ښوونکو غیرحاضری هغه څه دي، چې په یاد ولایت کې يې ښوونیز بهیر زیانمن کړی او د پوهنې چټکه پرمختیايي ورو کړې ده.

XS
SM
MD
LG