د لاسرسي ځای

په مومندو کې له دوو باروتي چاودنو یو کس وژل شوی او د امنیتي ادارو درې عسکر ژوبل شوي دي.
د پولیټکل انتظامیې چارواکي وايي، دواړه چاودنې په دویزو پنډیالۍ کې نن د جمعې ورځې غرمه هغه مهال شوې چې د ایف سي او لېویز ځواکونو غړیو په سیمه کې ګشت کاوه. له پېښې وروستو امنیتي ځواکونو په سیمه کې تلاشي پیل کړې ده.

دویزی د مومند اجنسۍ غریزه سیمه ده، د زیارت په ورځ هم وسله والو دحاجي بابا پر کور چاودنه کړې وه چې پکې یو قبایلي ملک رحیم الله او د امنیتي ادارو یو سرتېری وژل شوي وو.
د داوړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې منلې ده.

XS
SM
MD
LG