افغان ولسمشر وايي، د کابل وروستي برید په غبرګون، نن او سبا د هېواد دننه او بهر په سیاسي نماینده ګیو کې د افغانستان بیرغ نیم ځوړند دی.
د ولسمشر له دفتره په خپور شوي پروني حکم کې راغلي، پر جمعه او شنبه د هېواد په جوماتونو، تکیه خانو او د ملي امنیتي ځواکونو په قطعو کې د قران ختمونه کېږي.
د سېشنبې پر ورځ د کابل په پل محمود خان سیمه کې په ډله ییز برید کې ۶۴ کسان ووژل شول او له ۳۵۰ څخه زیات ژوبل شول. وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې وه.