د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف:د هېواد ناکراه وونکي به بریالي نشي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي، د هېواد بې ثباته کولو یا د پرمختیا مخه نیولو هڅه کوونکي به هېڅ کله بریالي نشي.

د وزیراعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، نواز شریف دا خبره تېر مازیګر د کابینې وزیرانو غونډې ته وکړه.

بیان وايي، وزیراعظم غونډې ته وویل چې ((لمن یې پاکه ده او دا چې په تېرو وختونو کې هم د احتساب له بهیره بریالی وتلی دی.)) له دې علاوه په بیان کې نور تفصیل نه دی ورکړل شوی چې د نواز شریف د دې څرګندونو اشاره چا ته وه خو د پاناما اسنادو په ډاګه کېدو له کبله نوموړی تر سیاسي فشار لاندې دی.

د وزیراعظم په مشرۍ دا غونډه پر داسې وخت وشوه چې تېره ورځ د پاکستان پوځ مشر د درغلۍ په تور ځېنې لوړپوړي افسران له دندو لرې کړل چې پکې دوه جنرالان هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG