د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ځمکې نړیواله ورځ لمانځل کېږي


نن د جمعې په ورځ د ځمکې نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې سږ کال یې موضوع ((د ځمکې لپاره ونې)) ټاکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو پر ووبپاڼه په خپور شوي ننني بیان کې راغلي، په راتلونکو پینځو کلونو کې به په نړۍ کې ۷،۸ اربه نوې ونې نهالول کېږي.

بیان وايي، نن به په نیویارک کې ګڼ هېوادونه، د اقلیم یا اب و هوا بدلون په اړه شوې نړیواله موافقه لاسلیکوي.

تېر کال په ډېسېمبر کې په پاریس کې د نړۍ زیاتره هېوادونه سلا شول چې د نړۍ تودوښي درجه به د کال په سر له ۱،۵ ډیګري سینټي ګرېډه زیات لوړېدو ته نه پرېږدي او د دې کار لپاره به د انرژۍ هغه وسیلې په کار راولي چې زیات کاربن مونو اکسایډ یا کاربن ډای اکسایډ نه پیدا کوي.

د ځمکې نړیواله ورځ له ۲۰۰۹ز کال راهیسې لمانځل کېږي چې موخه یې د چاپېریال ساتنه او د اقلیم غیر طبعي بدلونونو مخه نیول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG