د افغانستان کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت ورسره د کډوالو ستونزو هواري په اړه د یوې کمېټۍ پر جوړولو سلا شوی دی.
بلخي دا خبره تېر مازیګر په پېښور کې د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر پروېز خټک سره تر لیدو وروسته په افغان قونصلګرۍ کې د کډوالو یوې غونډې ته وکړه.
هلته د اعلا وزیر له دفتره په د پنجشبنې په ورځ خپور شوي بیان کې راغلي، کمېټي به یوازې د هغو کډوالو مسلې هواروي چې رجسټر وي او دا چې صوبايي حکومت به ژر د نارجسټرو کډوالو ضد کارروايي پیلوي.
خو بلخي په خپله وینا کې زیاته کړه چې د پاکستان کورنیو چارو وزارت ورته ډاډ ورکړی چې د کډوالو رجسټرولو بهیر به غځوي.