د لاسرسي ځای

خېبر بانک کې شوې درغلۍ دې عدالتي کمېشن وپلټي


عوامي نېشنل ګوند په خېبر بانک کې د درغلۍ تورونو پلټنې لپاره د عدالتي کمېشن غوښتنه کړې.

د ګوند یوه مشر میا افتخار حسین تېر مازیګر د پېښور خبریالانو په مرکز کې مشال راډیو ته وویل، دا دوه مخي ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د پاناما اسنادو په اړه عدالتي کمېشن غواړي خو خپله یې د بینک قضیې څېړلو لپاره د وزیرانو کمېټي جوړه کړې ده.

څو ورځې مخکې د خیبر بانک مشر شمس الملک د ورځپاڼې په خبرتیا کې د خزانې پر صوبايي وزیر مظفر سید په بینک کې د درغلۍ تور پورې کړی وو. نوموړي د عوامي نیشنل ګوند په مشرۍ د خیبر پښتونخوا پر پخواني حکومت هم د اداري فساد تور پورې کړی چې میا افتخار حسین رد کړ.

XS
SM
MD
LG