د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونو خوستوالو د افغان امنیتي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ


د پنجشنبې پر ورځ د خوست زرګونو اوسیدونکو په یوه غونډه کې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي او د خلکو د امن تامینوونکي وبلل او یادو ځواکونو سره يې خپل پراخ ملاتړ په ډاګه کړ.

د غونډې ګډونوال، چې د خوست په ملي لوبغالي کې راټول شوي ول، د درې واړو امنیتي ادارو یو شمېر سرتیرو او افسرانو هم په کې برخه اخیستې وه.

د غونډې له پیل وړاندې د یو شمېر لیسو زده کوونکو، همدارنګه د بیلابیلو ورزشي فدراسیونونو او سپورتي کلپونو ورزشکارانو د ګډونوالو پر وړاندې پرېټ اجراء کړ او تر څنګ يې ورزشکارانو یو شمېر په زړه پورې سپورتي نمایشات هم ترسره کړل، چې ګډونوالو په ولولو او د لاسونو په پړقا لمانځل.

د خوست یو تن قومي مشر حاجي رسول محمد خان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د لويې پکتیا په ځانګړي ډول خوستيو ولسونو د تاریخ په اوږدو کې د افغان ځواکونو سره د امن او سرحدونو په ساتنه کې همکاري کړې او اوس هم دوی سره دا روحیه په هماغه قوت موجوده ده.

رسول محمد خان تڼي زیاته کړه:

((د افغان هر یو کور او ځوان عسکر دی، دا چې زموږ په کور کې ستونزې دي دا ځانته خبره ده، مګر د خپلې خاورې او خلکو نه دې ولس همیشه دفاع کړې او کوي يې، که اوس له مشرانو غوښتنه وشي، نو د کوتکو سره به هم مورچو ته ځانونه ورسوي، بل طرفته افغان ځاکونه د خپلې خاورې نه دفاع کوي، نو کله چې دوی د دې وطن لپاره خپلې وینې تویوي، حال دا چې د دوی اولادونه دي، نو دوی دی دې د خپلو اولادونو نه دفاع ونکړي حتماً يې کوي او کړی يې دی.))

د خوست یو تن ځوان شانزلي محبت وايي، چې افغان ځواکونو د دې خلکو د امن او هېواد د ساتلو لپاره تل قرباني ورکړې ده، نو ځوانان هم تیار دي، چې د هېواد او امن د ساتلو لپاره د خپلو ځواکونو په خوا کې ودریږي.

خوست والي حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې سوله د افغانانو حق وباله، خو ټېنګار يې وکړ داسې سوله چې د ملکي افغانانو په مرګ او ویر تمامیږي، ښه داده چې ولس ودریږي او په ګډه د ورانکارو مخه ونیول شي:

((سوله د ځان حق بولو، سوله غواړو، ولې هغه سوله چې زموږ د وینو په قیمت تمامیږي، موږ د دا ډول سولې پر ځای د خپل وطن، خپل عزت او ملي نوامیسو نه دفاع ته هره دقیقه او هره شیبه تیاریو، بیا نو د سولې پر ځای زموږ لاره او پیغام دادی، چې موږ د وطن د لویشت، لویشتې نه دفاع کوو او هېڅ خاین ته به اجازه نه ورکوو، چې خپلو موخو ته ورسیږي.))

د دې غونډې په څنډه کې د عامې روغتیا ریاست ډاکټران او امبولانسونه هم د کابل د سې شنبې ورځې د پيښې له ټپیانو سره د وینې د مرستې په خاطر موجود ول.

د وینې د ټولو دې ټیم ته د خوست لسګونه اوسیدونکو لاس په لاس خپله وینه ورکړه، یو تن ځوان چې وینه يې ورکوله وویل، دوی تیار دي، د افغان ځواکونو د ژوند ژغورلو لپاره هر ځل وینه ورکړي:

((زه رفیع الله زیار یم، د خوست ولایت اوسیدونکی، زه پدې ویاړم چې خپلو امنیتي ځواکونو ته د وجود وینه ورکوم او که اړتیا پېښيده په راتلونکې کې هم دې ته تیار یم چې خپلو امنیتي ځواکونو ته د وینې قرباني ورکړو، تر څو د دوی ژوند وژغورو.))

په خوست کې داسې مهال د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ نسبتاً لویه غونډه رابلل شوې وه، چې د تېرې سې شنبې پر ورځ کابل د یو مرګوني برید شاهد وو، په هغه برید کې چې د ملي امنیت پر یو ریاست ترسره شو، سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د یادونې وړ ده په ورته توګه په همدې ورځ د افغان ځواکونو د ملاتړ غونډې د خوست، پکتیا او پکتیکا په ګډون ګڼو نورو ولایتونو کې هم ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG