د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال راحیل شریف پوځي افسران له دندو لرې کړل


د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د پوځ ځېنې لوړپوړي افسران له دندو لرې کړې دي.

پوځي سرچینو د زیارت پر ورځ مشال راډیو ته وویل، جنرال شریف د درغلیو په تور ۱۱ افسران له دندو ګوښه کړي دي چې پکې جنرال عبېد الله خټک، جنرال اعجاز شاهد، برېګېډییر رشید، اسد شهزاد او سیف الله شامل دي.

سرچینې وايي، دا افسران د پوځ احتساب ادارې تر پلټنو وروسته له دندو ګوښه کړل شوي دي او ټول مراعات ترې اخیستل شوي دي.

پوځ مشر امر کړی چې له دې افسرانو دې هغه ټولې شتمنۍ او پیسې واخیستل شي چې په درغلیو یې پیدا کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG