د لاسرسي ځای

افغانستان د شانګهای سازمان بشپړ غړیتوب تر لاسه کوي


افغان چارواکي وايي ، چین ورسره ژمنه کړې ده چې د شانګهای سازمان بشپړ غړیتوب به ورکړي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ بېګا مشال راډیو ته وویل، چین دا باور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ته ورکړی دی کوم چې په دوه ورځني سفر چین ته ورغلی وو.

د شانګهای د همکاریو د سازمان بنسټ په ۲۰۰۱ کال کې کیښودل شو. چین، قزاقستان، قرغزستان، روس، تاجکستان او ازبکستان د دې سازمان دایمي غړي هیوادونه دي.

هند، ایران او پاکستان د دې سازمان څارونکي غړي هیواودنه دي.

XS
SM
MD
LG