د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ میډیکل کالج څه شو؟


د قامي اسمبلۍ تعلیمي چارو کمېټۍ وايي، سږکال به د پوهنتون پر جوړولو کار پیل شي
د قامي اسمبلۍ تعلیمي چارو کمېټۍ وايي، سږکال به د پوهنتون پر جوړولو کار پیل شي

پراګ - په پاکستان کې د پیپلز پارټۍ تېر وفاقي حکومت په قبایلي سیمو کې د تعلیم پرمختګ لپاره د یو شمېر نورو ژمنو ترڅنګ د یو پوهنتون او یو میډیکل کالج ((د طب پوهنځی)) جوړولو اعلان کړی وو.

د قبایلي سیمو انتظامي دفتر، فاټا سیکټرېټ وايي، د دغه پوهنتون د جوړولو کار به سږکال کې سر ته ورسي.

په دې اړه په قامي اسمبلۍ کې د اعلا تعلیم قایمه کمېټۍ او د تحریک انصاف ګوند غړي امیرالله مروت مشال رېډیو ته وویل، ((سږ کال [۲۰۱۶ز] به د دې پوهنتون افتتاح وشي او وایس چانسلر مو ورله هم انتخاب کړی دی. د دې ترڅنګ ما کمېټۍ ته ویلي چې په هره اېجنسۍ کې دې د دې پوهنتون یوه یوه څانګه خلاصه کړي چې دا راز د فاټا د لرې پرتو سیمو زده کوونکي هم اعلا تعلیم ته رسايي ولري.))

چې زموږ حکومت ختم شو نو دا کالج هم ورک شو.
اخونزاده چټان

بلخوا له باجوړه د پیپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی اخونزاده چټان وايي، د قبایلي سیمو لپاره میډیکل کالج چې په یاده ایجنسۍ کې منظور شوی وو تر دې دمه پرې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.

((موږ د خپل حکومت په اخرو ورځو یعنې ۲۰۱۳م کال کې د باجوړ ښار هسپتال په نرسنګ هاسټل کې د دې میډیکل کالج د داخلو لپاره انتظام کړی وو. د پرنسپل لپاره مو ورله اشتهار کړی وو او هم له دې کاله به د دې اغاز کېده خو چې زموږ حکومت ختم شو نو دا کالج هم ورک شو. اوس مو اورېدلي چې ځېنې پارلېماني غړي وايي دا کالج په حکومتي کاغذونو کې نشته، هېڅ په چل یې نه پوهېږو چې اوس څه وکړو.))

پکار دي چې قایمه کمېټي له دې خبره وای. خو داسې ښکاري چې هغوي قصداً له دې ځان نه خبروي.
بسم الله خان

دې ته په اشارې، امیرالله مروت هم وايي له درو کلونو راهیسې د قامي اسمبلۍ د اعلا تعلیم په قایمه کمېټۍ کې دی خو د دغه کالج په اړه ورته هېڅ نه دي ویل شوي. په دې اړه مو له باجوړه منتخب د قامي اسمبلۍ له غړي حاجي بسم الله خان څخه پوښتنه وکړه هغه وايي:

((پکار دي چې قایمه کمېټي له دې خبره وای. خو داسې ښکاري چې هغوي قصداً له دې ځان نه خبروي. موږ د دې کالج لپاره وخت په وخت غږ پورته کړی، بیا به یې هم پورته کوو که دوی ځان خبروي او که نه. له موږ سره پخواني پارلېماني غړي هم په موجوده اسمبلۍ کې شته هغوی به هم له ځان سره بیایو.))

حاجي بسم الله خان زیاته کړه چې په باجوړ کې د ښه امنیتي حالت او د تعلیم له لوړې کچې علاوه، یو لوی هسپتال هم شته چې د دغه میډیکل کالج د زده کوونکو د عملي تربیت لپاره ضروري سهولتونه لري، نو پکار دي چې حکومت په دې منصوبه ژر تر ژره کار شروع کړي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG