د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومند چاودنه، دوه کسان وژل شوي دي


د مومند ایجنسۍ په دویزو کې چاودنې د یو ځايي مشر ملک رحیم ګل په ګډون دوه تنه وژلي دي.

د پولیټکل انتظامي چارواکي وايي چې دا پېښه هغه مهال شوې چې د چارشنبې په ورځ په دویزو کې عسکري غړي او د سیمي مشران د امنیت ټینګ ساتلو لپاره په موټر کې روان شو نو چاودنه پرې وشوه.

چارواکي وايي چې د پېښې په نتیجه کې ملک رحیم ګل او یو عسکري غړی ووژل شو.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ویاند احسان الله احسان د دې پېښې زمه واري منلې ده.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان امنیتي چارواکو په قبایلي سیمو کې د وسله والو پر ضد د امن لښکرې جوړې کړې وې چې اوس یې وخت نا وخته وسله وال غړي په نښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG