د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومندو کې چاودنه، یو قبایلي مشر وژل شوی دی


شوقدر - د مومندو په دوېزو کې چاودنه شوې چې پکې یو مشر ملک رحیم ګل وژل شوی دی.

چارواکي وايي، د چارشنبې پر ورځ په دوېزو کې امنیتي سرتېري او د سیمې مشران د امنیت ټینګښت په موخه روان ول چې پر موټر یې چاودنه وشوه.

په چاودنه کې یو امنیتي سرتېري هم وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار د برید ذمه واري منلې.

څو کاله مخکې چې په قبایلي سیمو او ملاکنډ کې امنیتي حالات خراب شول نو پاکستانیو امنیتي او انتظامي چارواکو په سیمو کې امن لښکرې جوړې کړې چې غړي یې اوس هم وخت په وخت په نښه کېږي.

په وروستیو کلونو کې په ملاکنډ او باجوړ کې د امن لښکرو ګڼ مشران او غړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG