د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ستایش قاتلانو ته دې سزا ورکړای شي


د افغانستان د مدنې ټولنو غړو له ایراني حکومته غوښتي چې د شپږ کلنې ستایش قریشي د ظالمانه وژنې مجرمانو ته دې سزا ورکړای شي.

د( روند اندیشه نو) په نوم د مدني ټولنې دغه غړي چې نن په کابل کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي وو له حکومت او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو سازمان څخه یې وغوښتل چې د دې افغانې جینۍ قاتل ته دې پهانسي ورکړي او دا قضیه دې په جدي ډول وڅاري.

شپږ کلنه ستایش د اپریل په نهمه تښتول شوې وه او راپورونه وايي چې په ایران کې د یوه ځوان له خوا ورسره جنسي تیری شوی او وروسته په ډیره بې رحمانه ډول وژل شوې ده.

خو تردې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا مشال راډیو ته ویلي چې په تهران کې یې خپل سفارت ته دنده سپارلې چې له ایراني چارواکو سره دغه موضوع وڅیړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG