د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیو مهم: په کراچۍ کې ۷ پولیس وژل شوي


دغه برید نن د ښار د اورنګي ټاون په دوو مختلفو سیمو کې د ګوزڼ یا پولیو مهم د کارکونکیو په حفاظت مامور د پولیسو په یوې دستې شوی دې. په دغه دسته کې شامل ووه واړه پولیس وژل شوي دي.

پولیس چارواکي وایي په دغه وخت دریو پولیسو ډوډۍ خوړه او څلور په ګاډي کې ناست وو،چې په موټر سایکلو سپرو له شپږو زیاتو وسلوالو پرې ډزې پیل کړې. دغه وسلوال د حملې وروستو په تېښته بریالي شوي دي.

د کراچۍ د صحت محکمې مشر نن په یو بیان کې ویلي دي،په دغه برید کې د پولیو کارکونکیو ته څه ځاني زیان ندی اوښتی. بلخوا د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر سهیل انور سیال میډیا ته وییلي په دغه حمله کې درې پولیس په ځای وژل شوي، او څلورو د ښار په عباسي شهید روغتون کې ساه ورکړې ده.

د خیر ښېګړې د ادارې ایدهي فاونډېشن یو چارواکی عمران وایي په دغه حمله کې درې نور کسان هم ژوبل شوي دي، خو په اړه یې کوم تفصیل ندی ورکړل شوی.د دغه حملې وروستو په کراچی کې د پولیو مهم ځنډول شوی دې.

د دې پېښې پړه تحریک طالبان پاکستان حکیم الله مسود ډلېمنلې ده.

بلخوا نن د مومندو په دویزۍ سیمه کې د پولیو ضد کارکونکو په یوه ډله چاودنه شوې ده چی پکې څه مرګ ژوبله نده اوښتې.

د سیمې نه د خاصه دارو عسکرو چارواکومشال ریډیو ته ویلي چی دغه چاودنه په حاجي کور دویزۍ سیمه کی هغه وخت وشوه، چی د پولیو کارکونکي په یو ګاډي کې له دغه ځایه تېریدل او د سړک غاړې بم پرې وچاودېد.

چارواکي وایي د پېښې وروستو د پولیو مهم ندی ځنډول شوی.

د پاکستان د قبایلي سیمو پشمول د هیواد په مختلفو برخو کې د پولیو درې ورځنی مهم له پرون نه پیل شوی دی. په پاکستان کې د پولیو په کارکونکیو وخت نا وخت وسلوال بریدونه تر سره شوي دي، چې پکې زیاتره پېښې په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلي دي.

بلخوا د روغتیا اداره وايي، سږکال په ټول پاکستان کې اته ماشومان د پولیو په رنځ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG