د لاسرسي ځای

تازه خبر

اکواډور کې د زلزله ځپلو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي


په اکواډور کې د ژغورنې ډلې په هغو ۲۰۰ کسانو پسې لټه کوي چې د وروستۍ زلزلې له امله لادرکه شوي دي.

په اکواډو کې د سېشنبې د ورځې زلزلې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژلي دي.

دکولمبیا، مکسیکو، ال سلواډور، هسپانيې اود نورو هېوادونو سلګونه ژغورونکې د اکواډور زلزله ځپلې سیمو ته رسېدلې او د ورانو یجاړو ودانیو لاندې د لادرکه او یا ژوندي پاتې کسانو د راویستلو په چاره کې مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG