د لاسرسي ځای

تازه خبر

راحیل شریف تر څو د درغلیو مخنیوی نه وې شوې سوله نشي راتلی


د پاکستان د پوځ مشر وايي تر څو د درغلیو او اداري فساد مخنیوی نه وې شوې، په ملک کې تلپاتې سوله او استحکام نشي راتلی.

جنرال راحیل شریف دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ د کوهاټ په پوځي مرکز کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وړاندې وویل د پاکستان د پیوستون، بشپړتیا او هوساینې لپاره اړینه ده چې په ملک کې د احتساب بې پرې ادارې جوړې شي او د پاکستان پوځ به په دې لاره کې خپلې مرستې ونه سپموي.

د جنرال راحیل شریف څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې د پاناما لیکس د برڅېره شویو اسنادو له مخې د وزیراعظم نوازشریف د کورنۍ غړي له ملکه بهر جایدادونه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG