د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ولسوالیو کې د ښځو شوراګانې جوړیږي


د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې يې د ښځو د د ستونزو د اوریدلو او د اړوندو ادارو او مرسته کوونکو موسسو سره يې د شریکولو په موخه د ښځو د شوراګانو جوړول پیل کړي دي.

د خوست د ښځو چارو ریاست مسوولینې وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې يې د ښځو د د ستونزو د اوریدلو او د اړوندو ادارو او مرسته کوونکو موسسو سره يې د شریکولو په موخه د ښځو د شوراګانو جوړول پیل کړي دي.

دوی په ولسوالیو کې محدودې روغتیايي اسانتیاوې، د نجونو لپاره د ثانوي او مسلکي زده کړو د امکاناتو کمښت او همدرانګه د کار او کسب د برنامو نشتون د ښځو او نجونو د اساسي غوښتنو او ستونزو په توګه یادوي.

د چارشنبې پر ورځ د خوست د ښځو چارو رييسې ډاکټرې ملالۍ ولي مشال راډیو ته وویل، که څه هم په مرکز کې تر ډېره د ښځو په ژوندانه کې مثبت بدلون راغلی او هغوی ته د کار او زده کړو څه نا څه زمینې برابرې شوي دي، خو په ولسوالیو کې لا هم نجونې او ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخې دي.

دې زیاتوي په ولسوالیو کې د ښځو د ستونزو د مالومولو او د هغو شوراګانو له لارې د دوی غوښتنو ته د رسیده ګۍ لپاره يې یو شمېر شوراګانې جوړې کړي او پدې هڅه کې دي، چې دا ډول شوراګانې په ګڼو ولسوالیو کې جوړې کړي.

ملالۍ ولي وايي:

((غواړو ولسوالیو ته ولاړې شو، تر څو د خویندو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورو، په څو ولسوالیو کې مو د ښځو شوراګانې جوړې کړې دي او د ځنو يې شمېر تر یونیمو سلو ښځو رسیدلی، هغوی ته مو مشرې ټاکلي تر څو هغوی مرکز سره په اړیکه کې وي، هر برخه کې که دوی ستونزې لري، په حقوقي، تعلیمي او د حرفوي زده کړو په برخو کې دوی يې موږ ته راوړي او موږ يې اړوندو ادارو او ډونرانو سره شریکوو.))

د خوست د ښځو چارو رييسې د ولسوالیو د نجونو او میرمنو ځنې ستونزې او غوښتنې داسې وښودې:

((ډېرې مایوسه ښکاریږي، دوی وايي د ډونرانو او اداراتو ډېره توجه مرکز لوري ته ده، دوی باید ولسوالیو ته توجه وکړي، ځکه په ولسوالیو کې تر ډېره د ښځو وضعیت ښه ندی، حتی په ځنو سیمو کې کلینیکونه نشته، په ځنو ولسوالیو کې لیسې نشته، لکه نادرشاه کوټ ولسوالي ابتدایه مکتب لري، خو بیا وروسته خویندې په کورونو کې کیني او د لوړو زده کړو څخه محرومیږي، حقوقي ستونزې لري او اقتصادي ستونرې يې ډېرې دي.))

ډاکټره ملالۍ ولي وايي، چې د خوست د اطرافي سیمو ښځې له ښو مهارتونو او وړتیاوو برخمنې دي او دوی ته د امکاناتو د برابریدو په صورت کې کولای شي، چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کړي:

((په ولسوالیو کې کونډې دي، بې وزله میرمنې دي، دوی غواړي چې ورته ځنې پروژې لکه د مرغداری پروژې، د اچارو، چکني، د خیاطۍ او موره دوزۍ پروژې دوی ته انتقال شي، هغوی مهارتونه لري، دوی وايي کولای شي پدې برخه کې ښه کار وکړي، خو څوک نشته چې د کار دا یوه برخه ولسوالیو ته انتقال کړي.))

د خوست د دوو ولسوالیو اوسیدونکې پیغلې هم په خپلو سیمو کې د ښځو لپاره د شوراګانو ایجاد او د هغې له لارې د ښځو د غوښتنو انعکاس ګټور بولي او زیاتوي چې مرسته کوونکي موسسې او په خپله اړوندې حکومتي ادارې دې تر دې وروسته د ولسوالیو د ښځو د ژوند ښه کولو او د دوی د غوښتنو پوره کولو ته دې پاملرنه ډېره کړي.

که څه هم په خوست کې اطرافي ښځې د دوی لپاره د ځنو مشخصو برنامو او پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي، خو بیا بل لوري ته کتونکي پدې کار کې د ښځو ادارې او دوی سره مرسته کوونکې موسسې په دې ملامتوي، چې په تېره یوه لسیزه کې يې په ډېریو ولسوالیو کې د ښځو لپاره برنامې په ښه ډول نه دي عملي کړي او حتی ځنې وخت يې د یوې برنامې په انځورونو دوې، درې موسسې تیرایتسلي، پیسې يې جیبونو ته اچولي او پدې توګه د ښځو لپاره رښتیانی کار ندی شوی.

XS
SM
MD
LG