د اکواډور حکومت وايي چې د دې هېواد په سخته زلزله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۴۱۳ ته رسیدلی.
د شنبې په ورځ یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۷،۸ درجې ښودل شوی د جنوبي امریکا دا هیواد ولړزاوه. په دې زلزله کې زرګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي.
چارواکي وايي، دوی ویره لري چې د مړو شمیر ښايي زیات شي، ځکه د دوی په وینا ګڼ شمیر خلک لاهم د ړنګو کورونو او ودانیو تر کډوالو لاندې پاتې دي.
د اکوادور ولسمشر رافایل کورېیا دا په وروستیو ۶۷ کلونو کې په دې هیواد کې تر ټولو سخته زلزله بللې ده.
د دې زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره له سویس، اسپانیا او د لاتیني امریکا له څو هیوادونو څخه مرستندوی ټیمونه اکوادور ته رسیدلي دي.