د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې ځانمرګی برید، ۱۸ تنه ژوبل


په مردان کې د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د ځانمرګي برید یو ژوبل روغتون ته وړل کېږي.
په مردان کې د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د ځانمرګي برید یو ژوبل روغتون ته وړل کېږي.

د دغه بريد په ټبيانو کې درې ماشومان هم شامل دي او چارواکي وايي، چې د درو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د خيبر پښتونخوا صوبې په مردان ښار کې د سې شنبې په ورځ سهار د ايکسایز اينډ ټېکسېشن پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى چې د چارواکو په وينا اتلس تنه یې ژوبل کړي دي.

د مردان پولیس مشر فیصل شهزاد ویلي بریدګر د پېښې خای ته په پښو ځان رسولی او تر چاودنې وړاندې یې ډزې کړې دي او وروسته یې پر خپلځان تړلي نژدې لس کیلو بارودت والوځول.

امنيتي ځواکونو پر حکومتي ودانۍ تر بريد وروسته سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې پيل کړي دي.

په عين حال کې د ريسکيو ١١٢٢ ژغورونکې ادارې غړي هم د پېښې ځاى ته رسېدلي او عمليات يې پيل کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

مردان تر پېښور وروسته د خيبر پښتونخوا صوبې دويم ستر او پر نفوسه ښار ګڼل کېږي.

په دې ښار کې د تېر کال په دسمبر مياشت په ٢٩مه نېټه هم د نادرا په نامه پر يوه حکومتي دفتر ځانمرګى بريد شوى و، چې ٢٦ کسان پکې مړه او تر ٥٠ زيات پکې ټپيان شوي وو.

که څه هم په مردان کې د ننني ځانمرګي بريد مسؤليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو تر دې مخکې د تېر کال په دسمبر مياشت کې پر نادرا دفتر د ځانمرګي بريد مسؤليت له تحريک طالبان پاکستان څخه بېلې شوې ډلې جماعت احرار منلى و.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان ګڼو سياستوالو په مردان کې ځانمرګى بريد غندلى دى.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG