د لاسرسي ځای

تازه خبر

شوال مو له وسلوالو پاک کړ. د پاکستانی پوځ ادعا


د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دعوه کوي چې وسله والو ته یې سخت ځاني زیانونه رسولي دي.

د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف د شمالي وزير ستان په شوال سيمه کې د پوځي عملیاتو په کاميابۍ سره د ختمېدو اعلان کړی دی او ویلې یې دي چې له وسله والو یې اته سوه کلومیټره سیمه هم پاکه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې جنرل راحېل شريف په سیمه کې له پاکستانیو پوځیانو سره د لیدو مهال ټينګار وکړ چې له قبايلي سيمو بهر دې د ترهګرو سهولتکاران مات کړل شي. نوموړي پوځي کمانډرانو ته امر کړی چې چاڼيز عملیات دې ژر تر ژره تند کړل شي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان شمالي وزیرستان ویاند مقبول داوړ او د کورمې اېجنسۍ د تحریک طالبان ویاند قاري سيف الله مشال راډیو ته په ټېليفون ویلي چې دوی لا هم په شوال کې موجود دي او خپلې کاروایانې کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال رحیم الله یوسفزی وایي چې د پوځي عملیاتو په اړه له خپلواکو سرچینو پخلی نه کېږي. د نوموړي په خبرهباید چې رسنوال او خبریالان دغه سیمو ته بوتلل شي.

،، یوه خبره دا چې کله پوځي عملیات کېږی نو د هغې په باب زیات مالومات او زیاته رڼا پکار ده او دغه رڼا دمګړۍ ماته نه ښکاري، بله دا چې دوی په شوال کې د فېبرورۍ په میاشت کې عملیات پیل کړي ول او اوس دوی وایي، چې هلته پوځي عملیات ختم شو او دوی دا هم اوس وایي، د چا خلاف چې دوی جنګېږي او د هغوی چې کوم سهولت کار دي او پټځایونه دي نو د هغو خلاف عملیات پکار دي،،

د ذکر ده جنرل راحیل شریف تېره میاشت هم د شمالي وزیرستان دوره کړې وه او هلته یې د پوځي عملیاتو جاج اخیستی وو او له قبایلي مشرانو سره یې لیدلي ول.

XS
SM
MD
LG