د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې بریدونو ۲۸ تنه وژلي تر ۳۰۰ ډېر ژوبل


افغان امنيتي ځواکونه يو زخمي کسان انتقالوي
افغان امنيتي ځواکونه يو زخمي کسان انتقالوي

په کابل کې نن يو ځانمرګی بريد شوی چې د چارواکو په خبره اکثره قربانيان يې ولسي وګړي دي. طالبانو د حملې زمه واري منلې ده او وايي د بريد هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.

د کابل امنیي چارواکي وايي د سېشنبې ورځ د کابل ښار په ځانمرګي برید کې ۲۸ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په وژل شویو او ټپيانو کې ملکي وګړي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په انتحاري حمله کې ۳۲۷ ټپیان د کابل امبولانسونو په وسیله روغتونونو ته انتقال شوي دي.

دغه ځانمرګی برید نن سهار د لومړۍ حوزې اړوند د پل محمود خان په سیمه کې د رجال برجسته د ساتنې ریاست سره وشوه.

د حملې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او افغان سرتېرو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

مخکيني معلومات:
دکابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې له يوې قوي چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کیږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډيو ته ويلي چې دا ځانمرګی بريد له چاودیدونکو موادو څخه د یوه ډک موټر په وسیله شوې ده.
صدیقي وایي، یوشمیر وسله وال مخالفین لا هم په سیمه کې يوې ودانۍ ته ننوتلي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتر يا ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.
طالبانو د حملې زمه واري منلې ده. د دوی وياند ذبيح الله مجاهد رسنيوو ته په ټيليفون ويلي چې د دوی هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.

XS
SM
MD
LG