د لاسرسي ځای

کابل کې ځانمرګی بريد شوی


ځايي اوسيدونکي وايي چاودنه دومره قوي وه چې د ځايي کورونو شيشې يې ماتې کړي

ځايي اوسيدونکي وايي چاودنه دومره قوي وه چې د ځايي کورونو شيشې يې ماتې کړي

په کابل کې نن يو ځانمرګی بريد شوی چې د چارواکو په خبره لا تر اوسه پکې د کره مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته. طالبانو ويلي د بريد هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.

دکابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې له يوې قوي چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کیږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي دا ځانمرګی بريد وو او له چاودیدونکو موادو څخه د یوه ډک موټر په وسیله شوې ده.
صدیقي وایي، یوشمیر وسله وال مخالفین لا هم په سیمه کې يوې ودانۍ ته ننوتلي او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د دغې حملې د کره مرګ ژوبلې په اړه تراوسه معلومات نشته خو امنیتي چارواکي وایي چې دغه سيمه کې ګڼ کورونه دي نو ځکه به قرباني شوي خلک هم ولسي وګړي دي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دفتر يا ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.
طالبانو د حملې زمه واري منلې ده. د دوی وياند ذبيح الله مجاهد رسنيوو ته په ټيليفون ويلي چې د دوی هدف د استخباراتي ادارې يو دفتر وو.
بلخوا په ارګ کې د ستراتيژۍ او پاليسۍ مرستيال مشر، عتيق نوشير پر خپله فيس بوک پاڼه ليکلي چې د طالبانو د دې بريد هدف د ولسمشرۍ ماڼۍ د برجسته رجال دفتر وو. دا دفتر لوړپوړو چارواکو ته امنيت برابروي.

بېلابېلو سياستوالو دا بريد غندلی دی. د عوامي نيشنل ګوند يو مشر افراسياب خټک پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د طالبانو د پسرلنيوو عملياتو مانا د افغانانو وينې تويول دي.


په دې اړه نور معلومات درته د مشال ريډيو په خپرونو کې دراوروو.

XS
SM
MD
LG