د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولې پنجاب کې د ترهګرو ضد عمليات نه کيږي؟


په داسې حال کې چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې ګڼې لویې وسله والې ډلې موجودې دي، پوځ د څو مشکوکو تورنو غلو پر ضد عمليات کوي. د پاکستاني امنيتي ادارو او حکومت لپاره ولې د هغو وسله والو ډلو ځپل اهميت نه لري چې په مختلفو لويو ترهګرو بريدونو کې تورنې دي؟

د ضرب آهن په نامه دا عمليات چې لومړی پوليسو پيل کړي وو او اوس يې پوځ مشري کوي، د غلام رسول چوټو په نامه يو تورن جنايتکار پر ضد روان دي. ډيری کارپوهان وايي پوځ بايد د جنايت کارانو په ځای پنجاب مېشته ترهرګرو ډلو خلاف عمليات وکړي.

د امنيتي چارو کارپوه او پخوانی جنرال، طلعت مسعود وايي د پاکستان د لويو ګټو له وجې پنجاب کې د لشکر طيبه، لشکر جنګوي، جيش محمد او ځينو نورو وسله والو ډلو خلاف عمليات نه کيږي.

((پاکستان کې لا هم دا فکر شته چې پنجاب مېشته وسله والې ډلې له هند څخه د کشمېر د ازادۍ لپاره دي. يعني دوی په پاکستان کې بريدونه نه کوي. دوهم دليل دا وړاندې کيږي چې د دې ډلو غړي د پاکستان د حکمران ګوند مسلم ليګ (ن) سره اړيکې لري او درېم دا چې د پاکستان پوځ فکر کوي چې د دوی لپاره د طالبانو ځپل لومړيتوب لري او د پنجاب وسله والې ډلې په دوهمه درجه کې راځي.))

موږ بايد د لاس پوڅو وسله والو ډلو له کارولو لاس واخلو

په پنجاب کې د ترهګرو په وړاندې د عملياتو خبرې هغه وخت تودې شوي چې لنډه موده وړاندې لاهور کې د عيسايانو د اېسټر مېلې د لمانځنې په وخت بريد کې ګڼ خلک ووژل شو.

خو د سياسي چارو کارپوه محمد تقي وايي پنجاب کې د عملياتو مانا هلته ګډوډي جوړېدل دي چې پوځ او حکومت يې نه غواړي.

((نوازشريف يو تجار سړی دی. هغه نه غواړي چې پنجاب کې دې ګډوډې جوړه او د ده کاروبارونو ته دې زيان ورسي. بل د پاکستان پوځ لا هم د ښو او بدو طالبانو نه ده پرېښي. د پنچاب وسله والو په ښو ترهګرو کې راځي يعنی دوی له پاکستانه بهر بريدونه کوي.))

په دې وروستيوو کې د پاکستان حکومت د نيشنل ايکشن پلان په نامه داسې يو پلان اعلان کړ چې له مخې یې بايد ټولې وسله والې ډلې وځپل شي.

د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډير او د امنيتي چارو کارپوه سعد محمد خان وايي اوس وخت راغلی چې پاکستان خپلې پخوانۍ پاليسۍ بدلې کړي.

((موږ چې کوم وسله وال ساتلي، د هغوی سرچپه موږ ته ډېر زيان رارسي. سخت دريځي بې حده ډېره شوي ده. افغانستان سره موږ لويې مسلې لرو. پاليسي بايد داسې جوړه شي چې موږ د شاتګ په ځای پرمختګ وکړو او د لاس پوڅو وسله والو ډلو له کارولو لاس واخلو.))

ياده دي وي چې د پنجاب په راجن پور کې د پوځ او پوليسو ګډ ضرب آهن عملياتو هدف هغه وسله وال دي چې د چارواکو په خبره د يوولس کيلوميټره يو ټاپو کې ځايونه لري او په بېلابېلو وختونو کې يې پر پوليسو بريدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG