د لاسرسي ځای

" حکمتیار به ډېر ژر به د سوله ییز سیاست برخه وګرځي"


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمیتار

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمیتار

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې غوره پرمختګ شوی دی او ډېر ژر به یې ګوند د سوله ییز سیاست برخه وګرځي.

بل خوا یو شمېر افغان کارپوهان د سولې له بهیر سره د حکمتیار د یوځای کېدو د هرکلي ترڅنګ ټینګار کوي چې کابل ته د هغه راتګ به نور وسله والو مخالفان هم وهڅوي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

جمهوري ریاست وايي چې د افغانستان سولې عالي شورا او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوي ترمنځ د سولې په خبرو کې پر زیاتو برخو هوکړه شوې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال د دوشنبې ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې حکومت به ډېر ژر له حکمتیار سره د سولې تړون ته ورسېږي.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه:

"له حکمتیار سره زموږ مذاکرات روان دي، ښه پرمختګ یې کړی دی، موږ په دې هیله یو چې ډېر نږدې به حکمتیار راځي او د افغانستان سوله ییز سیاست یوه برخه به ګرځي او دلته به ارام ژوند کوي. "

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند دواخان مینه پال

څه باندې یوه میاشت وړاندې د حکمتیار په مشرۍد حزب اسلامي د سولې یو پلاوی کابل ته ولاړ او په څو پړاونو کې یې د افغانستان سولې له عالي شورا سره خبرې کړې چې اوس هم روانې دي.

جمهوري ریاست وايي، د امریکا او ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لیسټه د حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي نورو غړیو ایستل، د حزب اسلامي د بندیانو ازادول او افغانستان ته د شمشتو کېمپ لېږدول د حزب اسلامي عمده غوښتنې دي.

ارګ وايي، د حزب اسلامي ځیني غوښتنې یې منلې او له تورلسته د دغه ګوند د غړو د ایستلو په اړه به له نړیوالې ټولنې سره هغه وخت پریکنده خبرې وکړي چې د حزب اسلامي ټول جنګیالي وسله پرځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.

که څه هم په افغانستان د جنګي ماشین اصلي عوامل وسله وال طالبان بلل کیږي، خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې حزب اسلامي د جهاد په کلونو کې د افغانستان په سیاست کې پياوړی رول درلود او اوس هم د افغانستان په وضعیت خپل تاثیرات درلودلای شي.

د چارو کارپوه حاجي سید داود سوله ییز سیاست ته د حکمتیار راتګ مثبت اقدام بولي او وايي، د حکمتیار له راتګ سره به وسله وال طالبان هم زړه ښه کړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي داوود زیاته کړه:

"دا چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راځي او د اساسي قانون په چوکاټ کې خپل فعالیت پیلوي دا یو مثبت ګام دی، د اقدام د نورو وسله والو مخالفانو په لیکو زیات تاثیر کوي، له بل پلوه ولس ته ډاډه پيدا کېږي چې په اول ګام کې دوی راغلل، امکان لري چې شپږ میاشتې او یا یو کال وروسته له نورو سله والو ډلو سره هم روغه جوړه وشي."

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود

د سیاسي چارو کارپوه حاجي سید داود

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومومي پوهنځي استاد ودیر ساپی هم وايي چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای والی په اوږد مهال کې ګټور دی، خو په لنډه موده کې به په امنیتي وضعیت اغیز ونه کړي.

استاد ودیر ساپی

استاد ودیر ساپی

ښاغلی ساپی دا شونتیا هم نه ردوي چې سیاست ته د ګلبدین حکمتیار راتګ ممکن د یو شمېر حکومتي کړېو له مخالفت سره مخامخ شي او دا به د ملي وحدت حکومت ستونزې نورې هم ډیرې کړي.

رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG