په پاکستان کې د حکومت مخالف ګوندونو ویلي د پاناما اسنادو افشا کېدو پر شخړه د حکومت تحقیقاتي کمیشن جوړولو شرطونه نه مني او په دې لړ کې به ډېر ژر احتجاجي لړۍ شورو کړي.
د خېبرپښتونخوا واکمن ګوندونه تحریک انصاف او جماعت اسلامي وايي، د وزیراعظم نواز شریف حکومت د خپلځان خلاف د تحقیقاتو اختیار نلري.
د یادولو ده چې په دې ورستیو کې په میلینونو داسې اسناد په ډاګه شوي چې پکې د نواز شریف د بچیانو په نومونو د لاتیني امریکا هېواد پاناما کې د مشکوک کمپنیانو او بېنک اکاونټونو ذکر شوی دی. د دغه اسنادو ترمخه د پاکستان نور خوا اوشا ۲۵۰ کسان هم دغه ډول اثاثې لري.