د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د روان کال حج پالیسي اعلان کړه


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان مرکزي حکومت د روان کال حج پالیسۍ اعلان کړی چې ترمخه به يي له ټول هیواده څه د پاسه ۱۴۳۰۰۰ پاکستانیان د حج لپاره سعودي عرب ته ځي.

د سرکاري خبري ایجنسۍ ای پي پي په وېنا د خالي په ورځ اسلام اباد کې د مذهبي چارو وفاقي وزیر سردار محمدیوسف د حج پالیسۍ اعلانولو په وخت ووېل چې په دې کسانو کې به ۶۰ په سلو کې په سرکاري او ۴۰ په سلو کې د شخصي سکتور لاندې حج ادا کوي.

وفاقي وزیر زیاته کړه چې د اتلسم اپرېل نه به د حج داخلې شورو کېږي او هم د روانې میاشتې په ۲۹ مه نېټه به قرعه اندازي کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG