د لاسرسي ځای

افغانستان وايي په ایران کې د یوې افغانې کډوالې وژنه تعقیبوي


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د یوې شپږ کلنې افغانې نجلۍ بې رحمانه وژنه په کلکو ټکو وغندله.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د اپریل په ۱۷ مه راډیو ته وویل چې د ایران عدليي او قضايي ارګانونه باید د دغې پېښې عاملین پیدا او په اشد مجازات یې محکوم کړي.

ښاغلي مستغني وویل په تهران کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې چې دا موضوع باید تعقیب کړي.

« د افغانستان اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزیر په تهران کې افغان سفارت ته دنده سپارلې ده، چې دغه موضوع د ایران اسلامي جمهوري له عدلیي او قضايي ارګانونو سره تعقیب کړي، څو د دې نه بښونکي جنایت عاملین په اشد مجازات جزا محکوم کړي.»

د راپورونو له مخې د حمل په ۲۲ مه په تهران کې د یوه ایراني ځوان له خوا د ستایش قریشي په نامه په یوې شپږ کلنې افغان نجلې لومړی جنسي تیری شوی او بیا په وحشیانه ډول وژل شوې ده.

XS
SM
MD
LG