د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: په افغانستان کې روان کال تر دې دمه ۲۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله رسېدلې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د ملګرو ملتونومرستندویه دفتر یوناما په تازه راپور کې وايي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درېوو میاشتو کې ۶۰۰ عام وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ نور زخمیان شوي دي.

د یوناما له خوا نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د عامو وګړو په مرګ ژوبله کې دوه فیصده زیاتوالی راغلی دی.

وړاندې په اعلامیه کې دا یادونه هم شوې چې د عامو وګړو د دغه شمېر مرګ ژوبلې شپیته فیصده عوامل وسله وال مخالفین او ۱۹ فیصده حکومت پلوه امنیتي ځواکونه ښودل شوي دي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای هایسم د جګړو له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG