د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر ایجنسي: په ذخه خېلو کې پر حکومت پلوه ډلې د برید هڅه شوې


فایل فوټو
فایل فوټو

د خېبر ایجنسۍ چارواکي وايي په بازار ذخه خېلو کې په یو وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوي دي. برید تېره شپه، د حکومت پلوه تنظیم توحیدالاسلام د یو غړي د کور سره نږدې شوی او په وژلو شویو کې برید کونکی هم شامل دی.

د راپورونو له مخې برید کونکي غوښتل د توحیدالاسلام د مشر کور ته داخل شي او هغه ووژني خو تر دې وړاندې څوکیدار یې مخنیوی وکړ او د ډزو په ترڅ کې دواړه ووژل شول.

د برید پړه چا قبوله کړې نه ده. په خېبر ایجنسۍ کې بیلا بیلې وسله والې ډلې ددې تر څنګ چې د حکومت خلاف بریدونه کوي، د یو بل سره هم په جګړه بوختې وي.

بل پلو، د خېبر ایجنسۍ د تیرا میدان ځیني مشران وايي چې په سیمه کې د وسله والو ډلو تر مینځ د سختو جګړو له وجې عامو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسیدلي دي.

دا خبرې د تیرا میدان د اپریديو مشرانو پرون په پېښور کې د یوې جرګي پر مهال کړي دي. یو ځايي مشر عبد الشکور اپریدي پرون مشال ریډيو ته ویل چې د سیمي د ستونزو هوارولو لپاره به په پیښور کې له حکومتي چارواکو او د پارلیمان غړو سره ویني.

بلخوا د خېبر ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي ناصر خان افریدي پرون مشال ریډیو ته وویل چې د تیرا میدان د خلکو دا شکایتونه به د ګورنر په ګډون نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کړي او هڅه به کوي چې ژر تر ژره د دوی مسئلې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG