افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت له قومي مشرانو سره د دغه ولایت پر ستونزو خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني د نورستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولایت کې به د بیا رغونې چارې چټکوي.
وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې چې ولسشمر محمد اشرف غني د نورستان له خلکو وغوښتل چې د فساد په مخنیوي کې له سیمه ییزې ادارې سره مرسته وکړي.