د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کونړ کې اته وسله وال وژل شوي


افغان امنیتي چارواکي وايي، د کونړ په غازي اباد کې په جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند مشال راډیو ته په یوه رالېږلي خبرپاڼه کې ویلي چې بېګا شپه وسله والو مخالفینو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو د سخت غبرګونو سره مخ شول او پر شاه وتنبول شول.

په خبرپاڼه کې دعوه شوې چې په جګړه کې اته تنه وسله وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي، په اعلامیه کې د یو ولسي وګړي د وژل کېدو او د درېیو ټپي کېدو خبره کړې ده.

تر اوسه وسله والو طالبانو د یادې دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG