د لاسرسي ځای

تازه خبر

زهرا یوسف: پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې دوام لري


پراګ: د پاکستان بشري حقونو سازمان وايي، حکومت باید د بشري حقونو سرغړونو مخنیوي لپاره خپاره شوي رپوټونه جدي واخلي. د یاد سازمان په وینا ، که پاکستان بشري حقونو ته د درناوي په لړ کې په نړۍ کې خپل نوم ښه کول غواړي نو باید دې ستونزې ته سنجیده پام واړوي.

حکومتي چارواکي وايي، پوره هڅه کوي او تر پخوا یې حالت ښه کړی دی. د پاکستان بشري حقونو سازمان او د بشري حقونو په اړه د پاکستاني حکومت چارواکو دا څرګندونې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د کلني رپوټ په غبرګون شوې.

د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني رپوټ کې د نورو هیوادونو تر څنګ پر پاکستان هم کلکې نیوکې شوې دي.

د چارشنبې په ورځ خپاره شوي دې رپوټ کې ویل شوي، چې له عدالته پرته وژنې، هدفي وژنې، شکنجه کول، جبري تښتونې، د قانون پوره نه عملي کېدل، په نر او ښځه کې د برابرۍ نشتوالی فرقه ییز تشدد، د خبریالانو ځورول، جنسي تېري، کورنی تشدد او له مېرمنو او نجونو سره د امتیازي چلن په څېر ستونزې لا هم په پاکستان کې شتون لري.

د پاکستان بشري حقونو سازمان وايي، دا هغه ستونزې دي چې دوی یې هم څو اونۍ وړاندې په خپل رپوټ کې یادونه کړې وه.

د یاد سازمان مشرې زهرا یوسف د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید له داسې رپوټونو زده کړه وکړي.

زهرا یوسف وویل، که چېري دوی په نړیواله ټولنه کې د پاکستان نوم ښه کول غواړي نو بیا باید داسې رپوټونه جدي واخلي. دې ته دې و نه ګوري چې رپوټ د پاکستان بشري حقونو سازمان ورکړی، که د امریکا بهرنیو چارو وزارت او یا د بشري حقونو یوې بلې ادارې ورکړی وي.

نوموړې زیاته کړه چې د پاکستان بشري حقونو سازمان د خپل هر کلني رپوټ له هرې موضوع سره په دې اړه وړاندیزونه هم ورکوي چې باید څه او څنګه وشي.

زهرا یوسف د ۲۰۱۴م کال د اپرېل له ۲۷مې نېټې د پاکستان بشري حقونو کمېشن مشره ده. له نوموړې مو وپوښتل چې ایا په دې دوره کې په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو مخنیوي په لړ کې څه پرمختګ شوی دی که نه؟

زهرا یوسف وویل، یو څه قانونسازي شوې ده خو مهمې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي.

نوموړې وویل، په زوره ودولو لړۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. په ځینو سیمو کې خو د جبري تښتولو شویو کسانو شمېر زیات شوی دی. په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د خراب کړل شوو مړیو غورځول کېدو لړۍ روانه ده. په کراچۍ کې له عدالتي پرېکړې پرته وژنې کېږي او هم داسې ځورونې هم دوام لري.

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د بشري حقونو قایمه کمېټۍ مشر بابر نواز خان مشال راډیو ته وویل چې حکومت د بشري حقونو سرغړونو مخنیوي ته جدي دی او تر پخوا یې حالت ښه کړی هم دی.

بابر نواز خان وویل، له کله چې د پاکستان مسلم لیګ نون ډلې حکومت راغلی دی، په کراچۍ کې د هدفي وژنو لړۍ کمه شوې ده، بمي چاودنې کمې شوې دي او داسې په نورو برخو کې ښه والی راغلی دی. د ماشومانو او مېرمنو د حقونو ساتنې لپاره مو ښه قوانین جوړ کړي دي.

له بابر نواز خان څخه مې وپوښتل چې د بشري حقونو د سازمان مشره زهرا یوسف وايي چې د ورک کړل شوو کسانو مسله لا هم پر ځای پرته ده ، نو هغه وویل، په پاکستان کې په لومړي ځل د بشري حقونو خوندیتوب لپاره وزارت جوړ شوی دی او ځانګړې قایمه کمېټۍ ټاکل شوې ده. موږ به یو په یو د ورکو کسانو کېسونه څېړو، د هغه لپاره تګلاره جوړو او موږ به د دوی د حقونو لپاره ږغ پورته کوو.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې تر ټولو زیات کسان په بلوچستان کې ورک کړل شوي دي او د غورځول شویو خراب کړل شویو مړیو شمېر هم زیات د بلوڅانو دی. بلوڅ ملتپال یې پړه د پاکستان پر جاسوسي ادارو اچوي خو هغوی یې نه مني.

XS
SM
MD
LG