د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې سختدریځو پر ضد شاوخوا ۸۰ هوايي حملې کړې دي.
د امریکا پوځ برید جنرال چارلس کلیولینډ تېره ورځ وویل، په افغانستان کې پر اسلامي دولت ډلې د دوی د تمرکز زیاتېدو لامل دا دی چې د روان کال په پیل کې امریکايي ځواکونو ته د وسله والو په نښه کولو پراخ واک ورکړل شو.
تر جنورۍ مخکې امریکايي ځواکونو یوازې په خاصو شرایطو کې، لکه د خپلو ځواکونو ساتنې پر وخت، د اسلامي دولت یا داعش پر وسله والو بریدونه کولای شول. کلیولینډ وویل، دې بمباریو په افغانستان کې د داعش وړتیا یا ظرفیت کم کړی دی.
ده زیاته کړه چې تر ۸۰ فیصده پورې بریدونه په ننګرهار ولایت کې شوي چې پکې داعش خپل پیاوړی مرکز جوړ کړی دی.