د لاسرسي ځای

جاپاني چارواکي وايي، تېره شپه د هېواد په جنوب کې په راغلې زوروره زلزله کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

د زلزلې له کبله د کوماموتو ولایت په ځېنو برخو کې اور ولګېد او پکې سلګونه کسان ژوبل شول.

بېګا ټوله شپه مرستندویه کارکوونکو د نړېدلو ودانیو په ملبه کې د خلکو لټون کاوه. پر رېښتر درجې د زلزلې زور ۶ وو چې له کبله یې ځېنې ودانۍ ونړېدې خو د جاپان اټومي چارو انتظام ادارې ویلي، برېښنا پیدا کوونکو کارخانو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

زلزلې د کوماموتو ولایت تر ټولو زیات ځپلی دی چې د ناورینونو ضد مبارزې یوه چارواکي په وینا پکې نهه کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG