د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې شپږ پولیسان وژل شوي


پاکستاني پولیس وايي، په پنجاب کې د جنايي ډلو پر ضد د عملیاتو پر نهمه ورځ شپږ پولیسان وژل شوي او ۲۴ کسان یرغمل کړل شوي دي.

پولیسو تېر مازیګر وویل، په یرغمل شویو کې ځېنې امنیتي سرتېري هم شامل دي. دوی دا روښانه نه کړای شوه چې څومره ملکي وګړي یرغمل شوي دي.

د دوی په خبره، دا پېښه هغه مهال وشوه چې د پنجشنبې په ورځ پولیسو په یوه ټاپو کې عملیات کول او د یرغمل شویو لټون یې کاوه. هغه سیمه د چوټو ګینګ په نوم د ډلې مرکز دی چې مشري یې غلام رسول چې د چوټو په نوم مشهور دی، کوي. پولیس وايي، د دې ډلې څلور غړي یې وژلي دي.

دوی زیاتوي، دا ډله د پنجاب، سېند او بلوچستان له سرحدونو سره په لګېدلې سیمه کې جنايي فعالیتونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG