د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وايي د قامي اسمبلۍ غونډې باید رڼې وي


پراګ - د پاکستان په پارلېمان کې اپوزیشن ګوندونو ویلي، خبریالان باید د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غونډو په اړه د ژوندیو خپرونو او رپورټونو ورکولو اجازه ولري.

د اپوزیشن ګوندونو غړو دا خبره د قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق هغه لیک په حواله وکړه چې نوموړي د چارشنبې یا شورو پر ورځ د پاکستان برېښنايي یا برقي رسنیو انتظام ادارې پیمرا ته استولی دی او پکې یې ترې غوښتي چې د پارلېمان غونډو په اړه دې پر خبریالانو د خبرونو ورکولو په اړه قواعد او ضوابط عملي کړي.

په قامي اسمبلۍ کې د پاکستان تحریک انصاف یوه مشر ډاکتر عارف علوي د پنجشنبې یا زیارت پر مازیګر مشال راډیو ته وویل، څو ورځې مخکې په قامي اسمبلۍ کې د پاناما اسنادو په اړه بحث په سرکاري ټیليوېژن خپرېده چې ودرول شو.

حکومت پخپله [خبریالانو] ته دا موقع په لاس ورکوي چې په پټه خبرې بهر وباسي.

دی وايي، کله چې حکومت د یوې ازادې غونډې او بحث ژوندۍ خپرونه دروي نو دا خبریالانو ته حق ورکوي چې هغوی یې په ټیليفون او نورو لارو خپور کړي:

((زما په نظر، د اسمبلۍ غونډې ژوندۍ خپرونه درول ناسم کار دی. که زموږ اسمبلي شفافه نه وي او پر داسې حساسه موضوعاتو د بحث پر وخت که د پي ټي وي خپرونې درول کېږي نو [خبریالان] بیا دا حق لري چې هغوی د غونډې حال بیان کړي. له دې ډول اقداماتو سره سپیکر صاحب یا حکومت پخپله [خبریالانو] ته دا موقع په لاس ورکوي چې په پټه خبرې بهر وباسي. زموږ [یعنې اپوزیشن] له حکومت سره موافقه شوې وه چې د اسمبلۍ ټولې ازادې غونډې به د پي ټي وي پر یوه چینل خپروي.))

ډاکتر عارف علوي زیاته کړه چې پیمرا ته د استول شوي لیک په اړه به هم له سپیکر سره خبرې کوي.

د قامي اسمبلۍ سپیکر یا د سېنېټ مشر خبریالانو ته وايي چې تر یو حده به خبرونه او د غونډې حال بیانوي

په سېنېټ کې د خپرونو او معلوماتو کمېټۍ مشر او د مسلم لیګ (ق) غړی کامل علي اغا وايي، خبریالانو ته باید د غونډو په اړه د خبرونو ورکولو پوره حق وي. خو ده وویل، دا د قامي اسمبلۍ یا سېنېټ غونډې د مشر خوښه وي چې تر کومه حده خبریالانو ته د رپورټونو ورکولو اجازه ورکوي:

((د [سېنېټ یا قامۍ اسمبلۍ] مشر په اجازه خبریالان خپل کار کولای شي. اوسنیو اصولو او قاعدو ته په کتو، د قامي اسمبلۍ سپیکر یا د سېنېټ مشر خبریالانو ته وايي چې تر یو حده به خبرونه او د غونډې حال بیانوي او نور چې بیا د غونډې د ځېنو برخو په اړه د معلوماتو پر ورکولو بندیز ولګوي، نو بیا باید خبریالان د دې بندیز پابندي وکړي.))

سېنېټر اغا زیاته کړه چې د قامي اسمبلۍ سپیکر یا د سېنېټ مشر داسې معاملې پیمرا ته ځکه سپاري چې هم هغه اداره د برېښنايي رسنیو لپاره کړنلارې او قوانین ټاکي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د خپرونو او معلوماتو کمېټۍ مشر او د واکمن مسلم لیګ (ن) غړي اسلم بودله وویل، د سپیکر له خوا پیمرا ته د استول شوي لیک په اړه تبصره نه کوي. هلته د پیمرا مشر ابصار عالم مشال راډیو ته وویل، تر اوسه یې ((د سپیکر لیک نه دی تر لاسه کړی)) خو چې تر لاسه یې کړي نو د پیمرا ((د قانوني چارو پوهانو ته به دا معامله وسپاري.))

XS
SM
MD
LG