د لاسرسي ځای

تازه خبر

زري افغان ماشومان زدکړې ته وربولي


د سیم سیم باغچې نوی کردار زري
د سیم سیم باغچې نوی کردار زري

زري به له ګڼو خلکو سره مرکې کوي، او د ښځو پر روزګار،د هغوی پر بااختیاره کولو، د ماشومانو نجونو د تعلیم پر ارزښت، بدني روغتیا (جسماني صحت) او د لوبو پر اهمیت هم خبرې کوي.

د افغانستان سیم سیم باغچه (سېسیم ګارډن) کې د زري په نامه یوه نوې ګوډاګۍ پېژندل شوې ده چې په افغانستان کې به د ماشومانو نجونو د تعلیم او د ښځو بااختیاره کولو لپاره کار کوي او هم دغه پیغام به خوروي.

زري شپږ کلنه ګوډاګی ده، د هغې څرمن باتینګڼي ده، پوزه یې نارنجي ده، او رنګین وېښته لري. د زري کردار جوړونکې وایي، هغه په افغانستان کې د یوې طبقې استازیتوب نه کوي، بلکې د ټولو ده. هغه د سیزم سټریټ افغان څانګې د کورنۍ یوه نوې غړې ده.

په افغانستان کې د سېسيم سټریټ مرستیالې ادارې لیپیس کمیونیکیشن پروګرام سمبالونکي (منېجر)کلیمېنس قوینټمشال راډیو ته وویل، د زري په کالیو کې هم ګڼ رنګونه دي، چې د جوړونکيو په خبرهزري د ټول افغان ولس د جامو عکاسي کوي.

زري په دغه هېواد کې پر شخصي ټیليویژن چېنل طلوع او لمر کې پروګرامونه کوي. هغه به له ګڼو خلکو سره مرکې کوي، او د ښځو پر روزګار،د هغوی پر بااختیاره کولو، د ماشومانو نجونو د تعلیم پر ارزښت، بدني روغتیا (جسماني صحت) او د لوبو پر اهمیت هم خبرې کوي.

د زري پښتو غږد سیما سلطاني دی. له مشال راډيو سره په خبرو کې هغې وویل: زري به ټولنې نوي څیزونه ښیي، هغه به ماشومانو ته وایي چې سکولونو ته ولاړ شي، د مشکلاتو مقابله به څنګه کوی، او څنګه به د نورو مرسته کوی.

سیما زیاتوي د زري له راتګ سره د افغانستان سیم سیم باغچه کې نوي رنګونه راغلي.هغه د دغه پروګرامونوپه پنځمې برخې کې یو نوې او مهم کیریکټر دی.

په کابل کې د سیم سیم باغچې پروګرامونو پروډیوسران وایي د دوی لپاره د زري کرېکټر جوړول ډېر ضروري و، ځکه چې باید یو داسې جینۍ په دغه پروګرامونو کې راشي چې د ښځو په بااختیاره کولو، د دوی پر مسلو او په ټولنه د تعلیم په اهمیت خبرې وکړي.

سیما وایي زري به په ټولنه کې د پوهې خورولو په یو شمېر پروګرامونو کې هم برخه لري(( هغه به له ټولو خلکو سره خبرې کوي، او د پوهې خورولو لپاره به له استادانو، وکیلانو، ډاکټرانو او نورو خلکو سره ویني، د هغې له جامو هم څرګندېږي چې هغه یوه افغانه نجلۍ ده)

زري په نیویارک کې جوړه شوې ده، او اوس د سیم سیم کورنۍ د یوې مهمې غړې په توګه په افغانستان کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG