د لاسرسي ځای

'پاکستان د زړه له اخلاصه د افغان امن بهیر ملګری دی'


د افغان سولې بهیر په تړاو بیا بیا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو غونډې کړې

د افغان سولې بهیر په تړاو بیا بیا د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازیو غونډې کړې

پاکستان وایې چې افغانستان کې د سولې عمل په اړه د پاکستان په کردار چاته شک نه دې پکار، پاکستان د سولې عمل لپاره د زړه له خلاصه د خپلې برخې کردار لوبوي.

د زیارت په ورځ خارجه چارو دفتر کې اوونیزې خبري غونډې ته ویاند نفیس زکریا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان ټېکاو او استحکام نه یوازې د پاکستان بلکې ټولې سیمې لپاره مهم دې.

د ده په وینا چې پاکستان به د افغانستان په مشرۍ د سولې عمل لپاره خپل کوششونه جاري ساتي.

''دا خبره به ناسمه وي چې په افغانستان کې د سولې عمل په اړه زموږ پر نیت پوښتنې راپورته کړل شي. هېچا ته په دې کې هېڅ شک نه دی پکار. پاکستان په افغانستان کې د پایداره امن او استحکام ودې لپاره مسلسل او مخلصه کوششونه کوي او تر اوسه پورې موږ د دې مقصد په اړه د افغانستان په مشرۍ او د افغانستان په ملکیت د سولې کوششونه لپاره مرسته کوو. پاکستان د زړه له خلاصه په څلور اړخيزو غونډو کي برخه اخلي او د اسیا زړه بهير د نظريي او اهدافو ملاتړ کوي. موږ یقین لرو چې د سیاسي خبرو اترو حل د ټولو غوره لار ده. دا په افغانستان کې تلپاتې امن لپاره ښه انتخاب دی.''

خبري غونډې ته د خارجه چار دفتر ویاند د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا خصوصي استازي رچرډ اولسن د پاکستان خارجه سیکرټري سره ملاقات په اړه ووېل چې په دغه ملاقات کې د سیمې صورتحال، د افغانستان په چارو او د سولې عمل لپاره د څلور اړخیز راراونې غونډې په اړه خبرې اترې کړې وې.

ده وويل چې په دې غونډه کې په دې خبرې هم اتفاق شوی و چې راتلونکې غونډه دې په متفقه نېټه ژر وټاکل شي.

یاده دې وي چې افغان حکومت او افغان طالبان د خبرو اترو مېز ته راوستو لپاره د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین په کابل کې د څلورمې غونډې په موقع دا خبره مخې ته راغلې وه چې د مارچ په وړومبۍ اونې کې به په اسلام اباد کې افغان حکومت او طالبانو ترمینځه وړومبې غونډه کیږي خو د طالبانو له انکاره پس تر اوسه لا غونډه نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG