د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ازربایجان د روسیې وسلو پلورلو ضد د ارمېنیانو لاریون


د ارمېنیا په پلازمینه اېرېوان کې پر ازربایجان د روسیې وسلو پلورلو ضد مظاهره
د ارمېنیا په پلازمینه اېرېوان کې پر ازربایجان د روسیې وسلو پلورلو ضد مظاهره

د ارمېنیا په پلازمینه اېرېوان کې د چارشنبې په ورځ په سلګونه وګړیو پر ازربایجان د روسیې وسلو پلورلو پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره چیانو ادعا کوله چې له دې وسلو په ګټه اخیستو د اپرېل پر دویمه نېټه په ناګارنو قره باغ کې جګړه شوې وه.

مظاهره کونکي چې زیات پکې ځوان فعالان وو، په ایرېوان کې د روسیې سفارت پر لور ورغلل او د خپل هېواد د استقلال او ازادۍ نارې یې وهلې.

مظاهره چیانو په یوه اعلامیه کې غوښتنه وکړه چې روس دې پر ازربایجان د وسلو پلورل زغرده ودروي.

روسیې د یو تړون له مخې له ۲۰۰۹مه تر ۲۰۱۱مه پر ازربایجان د څلور میلیارده (اربه) ډالرو ټانکونه، جنګي هېليکاپټرې، وسلې او د عملیاتو لپاره کارېدونکي نور توکي پلورلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG